واشنګټن د ایران له نویو توغندیو څخه څرګند خبرداری ترلاسه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177828-واشنګټن_د_ایران_له_نویو_توغندیو_څخه_څرګند_خبرداری_ترلاسه_کړی
پارس ټوډی - د ایران د ملي امنیت شورا منشي ویلي، واشنګټن په وروستیو ورځو کې د ایران له نویو توغندیو څخه څرګند خبرداری ترلاسه کړی دی.
(last modified 2026-09-08T07:59:56+00:00 )
Sep 08, 2026 12:28 Asia/Kabul
  • تورنجنرال محسن رضايي، د ایران د ملي امنیت شورا منشي
    تورنجنرال محسن رضايي، د ایران د ملي امنیت شورا منشي

پارس ټوډی - د ایران د ملي امنیت شورا منشي ویلي، واشنګټن په وروستیو ورځو کې د ایران له نویو توغندیو څخه څرګند خبرداری ترلاسه کړی دی.

د مهر خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، تورنجنرال محسن رضايي په ټولنیزو رسنیو کې پر خپله شخصي پاڼه لیکلي: اقتصادي جګړې ته به د ټول فارس خلیج په اوږدو کې د سمندري ممنوعې سیمې له رامنځته کولو څخه نیولې تر محاصرې پورې ځواب ورکړل شي.

رضايي ټینګار کړی: د امریکايي بېړیو او پوځي اډو پر وړاندې عملیاتي دریځ په بنسټیز ډول تر بیاکتنې لاندې نیول شوی دی.