د ایران جګړه د امریکا تګلاره ننګوي
Sep 19, 2026 13:37 Asia/Kabul
د «بلومبرګ» د راپور له مخې، د ایران جګړې د فارس خلیج د امنیت پر هغه جوړښت پوښتنې راپورته کړې چې له څو لسیزو راهیسې یې د امریکا پوځي حضور د سیمهییز امنیت د مهم تضمین په توګه ګڼلی و.
د راپور له مخې، د سیمې هېوادونه اوس د دې په اړه پوښتنې لري چې واشنګټن به په کومو مواردو کې د هغوی د امنیت لپاره اقدام وکړي او په کومو مواردو کې به له مستقیمې مداخلې ډډه وکړي.
د امریکا د پوځي حضور د راتلونکي په اړه دا بحث د جګړې له پراخېدو سره لا مهم شوی دی.
په همدې تړاو، د «اتلانتیک شورا» یوه وروستۍ څېړنه هم وايي چې د ایران جګړې د امریکا د خلیجي امنیتي تضمینونو پخواني بنسټونه تر پوښتنې لاندې راوستي او د سیمې هېوادونه د خپلو امنیتي تګلارو د بیا ارزونې په حال کې دي.
ټیګونه