په هرمز تنګي   کې د سرغړوونکو تیل وړونکو بېړیو برخلیک؛ اور!
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179744-په_هرمز_تنګي_کې_د_سرغړوونکو_تیل_وړونکو_بېړیو_برخلیک_اور!
پارس‌ټوډې ـ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک د یکشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې د خامو تېلو د یوې سترې تیل وړونکې بېړۍ د چاودنې د خبر په اعلانولو سره، په یوې خبرپاڼې کې وویل: هره سرغړوونکې تیل وړونکې بېړۍ چې د تنګي هرمز قوانین له پامه وغورځوي، برخلیک به ئې په سخت اور کې سوځېدل وي.
(last modified 2026-10-11T08:13:19+00:00 )
Oct 11, 2026 12:13 Asia/Kabul
  •   په هرمز تنګي   کې د سرغړوونکو تیل وړونکو بېړیو برخلیک؛ اور!

پارس‌ټوډې ـ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک د یکشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې د خامو تېلو د یوې سترې تیل وړونکې بېړۍ د چاودنې د خبر په اعلانولو سره، په یوې خبرپاڼې کې وویل: هره سرغړوونکې تیل وړونکې بېړۍ چې د تنګي هرمز قوانین له پامه وغورځوي، برخلیک به ئې په سخت اور کې سوځېدل وي.

د پارس‌ټودي د راپور له مخې، چې د مهر خبري اژانس په حواله خپور شوی،راغلي دي، د سپاه پاسداران د سمندري ځواک  د خبرپاڼې په متن  کې راغلي دي؛د خامو تېلو یوه سرغړوونکې ستره تیل وړونکې بېړۍ، چې غوښتل ئې د هرمز تنګي له غیرمجازې لارې ووځي، د اعلان شوې خطرناکې لارې په اوږدو کې له سمندري ماین سره د ټکر له امله له یوې سختې چاودنې سره مخ شوه.

دغه سترې تیل وړونکې بېړۍ  د سمندري تګ راتګ او موقعیت معلومولو  خپل سیستمونه بند کړي وو. له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته، اوس په یوه ستر اور کې سوځي؛ داسې چې د اور لمبې ئې د ساحلي سیمو اوسېدونکو ته هم په څرګنده ښکاري.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي؛د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کوي چې هره سرغړوونکې تیل ‌وړونکې بېړۍ چې د هرمز تنګي  امنیت او قوانین له پامه وغورځوي، برخلیک به ئې په سخت اور کې سوځېدل وي.