فلسطین د اسلامی نړۍ وحدت بخښونکې دې
د ایرنا له راپور سره سم له فلسطین د ملاتړد نړیوال کانفرنس عمومی منشی ښاغلی امیر عبد اللهیان د فلسطینیانو مقاومت د مسلمانو ملتونو پرضد د نړیوال صیهونیزم او استکبار له دسیسو سره د مقابلې بیلګه وباله .
ښاغلی عبد اللهیان وویل د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کې د صیهونیسټ رژیم د ښارګیو جوړولو پرضد د ملګرو ملتو د امنیت دشورا له وروستی پریکړه لیک د اسلامی هیوادونو یو موټې ملاتړ هغه وړکوټې اقدام وباله چی باید ترسره شی .
هغه په دې په ټینګار سره چی د اسراییلو له ناروا رژیم باید د سر نیغولو فرصت واخستل شی ، جوته کړه د دې وخت رارسیدلې دی چی د اسلامی ملګرتیا اداره او عربی اتحادیه له دغه فرصته په استفادې سره د فلسطیبن له مظلومو خلکو په ملاتړ کې خپل اسلامی او انسانی دنده ترسره کړی .
ښاغلی امیر عبد اللهیان وویل فلسطین د اسلامی نړۍ په وحدت بخښونکی عامل د بیا بدلیدو ظرفیت لری .