خرازی وویل: ایران د سیمې د څارنې امن برج دے
(last modified Sun, 05 Feb 2017 00:24:37 GMT )
Feb 05, 2017 04:54 Asia/Kabul
  • خرازی وویل: ایران د سیمې د څارنې امن برج دے

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو تعلقاتو د سټراټیجکې شورا مشر وویل ایران د مینځنی ختیځ د سیمې د څارنې امن برج دے.

کمال خرازی د اسلامی انقلاب د سباؤن د لسیزې د نېکمرغو ورځو په مناسبت سره پرون په تهران کښې د اېشیائی او آفریقائی هېوادونو د یو شمیر سفیرانو په کتنه کښې تاکید وکړ: په ایران کښې د هېوادونو سفیران لوړ امتیازات لری، ځکه چې د ایران د څارنې له امن برج څخه د سیمې د حالاتو څارنه کولې شی.

هغه په داسې حالاتو کښې چې د سیمې ځینې هېوادونه له تاوتریخوالی سره مخامخ دی په ایران کښې امنیت د ایران د ملت د هڅو، ایثار او قربانۍ نتیجه وبلله او زیاته یې کړه، د ایران په خلاف د عراق د تپلی جنګ په اتو کلونو کښې هیڅ هېواد د ایران ملاتړے نه ؤ  او ایران د خداے په مرستې او د خلقو په قوت باندې په ملاتړلو سره  د صدام رژیم له تیری ګرۍ سره مقابله وکړه او کامیاب شو.

د ایران د بهرنیو تعلقاتو د سټراټیجکې شورا مشر د دې په بیانولو سره چې مقتدر او ولسواک هېواد ایران د سیمې د بدلونونو په وړاندې بې پامه نه شی پاتې کېدې څرګنده کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنی سیاست یو مهم محور د سیمې له هېوادونو سره مرسته ده.

هغه وویل: ایران د سوریې او عراق په غوښتنه له دهشتګردۍ سره په مبارزه کښې د دغو هېوادونو مرستې ته وردانګلی دی او د هغو د ملتونو د کامیابۍ او بریالیتوب امکان یې رامنځته کړ.

په تهران کښې د فلسطین سفیر صلاح زواوی هم په دغه کتنه کښې د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اته دېرشمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه، د ایران د اسلامی انقلاب کامیابی د سیمې د حالت د بدلون او د نړیوالو تعلقاتو عامل ؤ.

په تهران کښې د فلسطین سفیر زیاته کړه: د ایران بهرنے سیاست په بشپړه توګه روڼ او د ملتونو او هېوادونو د دوستۍ په بنیاد ولاړ دے.

 

ټیګونه