په اسلامی ایران کې دالهي دینونودرست پیروکار سوله ایز ژوند لري .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40247-په_اسلامی_ایران_کې_دالهي_دینونودرست_پیروکار_سوله_ایز_ژوند_لري_.
ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوئ بهرام قاسمي ددې خبرې په کولو سره چې دایران په ټولنې کې دالهي دینونو پیروکار له کوم مشکل پرته په بشپړ آرامښت کې سوله ایز ژوند کوي ، وویل ؛ دتوحیدي دینونو دپیروکارانو کوربتوب دایران داسلامی جمهوریت یو همیشنی ویاړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2017 01:46 Asia/Kabul
  • په اسلامی ایران کې دالهي دینونودرست پیروکار   سوله ایز ژوند لري .

ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوئ بهرام قاسمي ددې خبرې په کولو سره چې دایران په ټولنې کې دالهي دینونو پیروکار له کوم مشکل پرته په بشپړ آرامښت کې سوله ایز ژوند کوي ، وویل ؛ دتوحیدي دینونو دپیروکارانو کوربتوب دایران داسلامی جمهوریت یو همیشنی ویاړ دی .

  بهرام قاسمي  چې   بیګا ئې په یولړ هغو دستورو کې    چې په تهران کې  دالهي دینونو دپيرواکارانو  په شتون سره  ترسره  شوې ، په  درست ایران کې  داسلامی انقلاب  دسباؤن لسیزې   دجشنونو ترسره کیدا ته په اشارې سره  وویل ،  په دغه ډول شپو ورځو کې  درست ایرانیان  سره غونډيلی شو څو  درستو نړیوالو ته  سوله ایز ژوند  وروښایو .

 دمسیحیانو اویهودیانو پشمول   دالهي دینونو پیروکار پر دې سربیره چې  دایران داسلامی جمهوریت  په ټولنې کې برابر حقوق لري ،  داسلامی ایران په پارلیمان کې   څوکۍ هم لري