دایران ملت به هرډول ګواښونو ته پریکنده ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40585-دایران_ملت_به_هرډول_ګواښونو_ته_پریکنده_ځواب_ورکړي
زمونږخبریال رآپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن دتهران په آزادۍ چوک کې د یوم ا... دپرتمین او ولولناک لاریون په میلیوني غونډې کې ټينګار وکړ ، اسلامی انقلاب دایران دتاریخ دمهم بدلون ټکی دی چې هیواد ئې له امریکا او پردیو سره له اړوندوالي آزاد کړ او دولس برخلیکې ئې دهغوي په لاس کې ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2017 11:16 Asia/Kabul
  • دایران ملت  به  هرډول ګواښونو ته  پریکنده ځواب ورکړي

زمونږخبریال رآپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن دتهران په آزادۍ چوک کې د یوم ا... دپرتمین او ولولناک لاریون په میلیوني غونډې کې ټينګار وکړ ، اسلامی انقلاب دایران دتاریخ دمهم بدلون ټکی دی چې هیواد ئې له امریکا او پردیو سره له اړوندوالي آزاد کړ او دولس برخلیکې ئې دهغوي په لاس کې ورکړ .

 ډاکټر روحاني  وویل ،  اسلامی انقلاب دنړۍ لومړنی انقلاب دی چې    ولس ئې  له راپنځيدو وروسته   له کابو دوو میاشتو  هم په کمې مودې کې  درائ صندقونو ته لاړ او  دخپلې خوښې نظام ته ئې د  هو    رائ ورکړه .

 دایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر  ټينګار وکړ  ؛   هغه  نوي واکوالان چې  په امریکا او دسیمې په ځينو هیوادونو  کې  ئې قدرت ترلاسه کړی ،  باید  په دې پوه شي چې  دایران دملت په وړاندې  دې یوازې  په احترام او عزت سره  خبرې وکړي .

  هغه   پّه دې  خبرې کولو سره چې  ګواښونو ته به دایران دملت ځواب پریکنده وي ، وویل ،  هغه کسان چې   دایران  حکومت او وسله وال ځواک ګواښي پوه دې شي  چې دی ایران ملت   دخپل تاریخ  په مهمو پيښو او واقعو کې  په مقاومت ، قدرت ،هوښیارتیا  او منطق سره  خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړی دی .

 داسلامی ایران ولسمشر  په دې په ټينګار سره چې   اسلامی ایران  هیڅکله هم  په تاؤتریخولي پسې نه دی ،  ټينګار وکړ ، بدغواړي دې ، اسلامی ایران  ته   له هرډول بد نظره  او تیریو لیرې ووسي ، ځکه  ایران قدرتمند دی او هیڅوک  ته په کږه سترګه  نشي کتلی .

 ډاکټرحسن روحاني همداراز  وویل ، دایران ملت  داسلامی انقلاب له بري وروسته  هیڅکله هم  خپله لاره  ورکه کړې نه ده  او په نړیوال ډګر کې ئې  دګواښ شرائط په سولې بدل کړي دي .

داسلامی ایران  ولسمشر همداراز آئي آر  اته  ډوله سنټرفیوژونو ته  دایران دمتخصصو ایټمي پوهانو دلاس رسي په باب  هم وویل ،  تر تیر کال پورې ،  دایران دپرمختګ او پراختیا دښمنانو ،  حتی ایران ته دیوه ګرام  زیړ کیک   د  واریدیدو اجازت  نه ورکاوه ، خو  په همداوروستیو کې  ایران ته څه دپاسه  درې نیم سوه  ټنه یورانیم اوزیړکیک  وارد شوي دي .