دایران په کرمان کې دمینځني ختیځ سیمې د وینې د خورا ستر آزمیښت ځاي جوړول افتتاح شول .
(last modified Fri, 10 Feb 2017 10:37:32 GMT )
Feb 10, 2017 15:07 Asia/Kabul
  • دایران په کرمان کې دمینځني ختیځ سیمې د وینې د خورا ستر آزمیښت ځاي جوړول افتتاح شول .

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجاني نن سهار دایران په جنوب کې په کرمان ولسوالۍ شاوخوا کې په ماهان سیمې کې د وینې د ژوندي ساتلو کارخانې اجرائي عملیاتو دپيلولو په دستورو کې وویل ، په ایران کې دپیاوړي اقتصاد له درلودلو هم نور لوړ لومړیتوبونه شته دي او دوینې دغه کارخانه یا چاڼځاي د ایران په اسلامی جمهوریت کې داقتصادي چارو یو مثال دی .

  په کرمان کې دطبي  علومو دپوهنتون  دټيکنالوجۍ  اوڅيړنې  دمرکز مرستیال  عباس پرداختي  هم  په دغو دستورو کې وویل  دماهان دوینې دژوندي ساتلو چاڼځاي یا کارخانه   په کال کې  له څلور نیم سوه  تر  اوه سوه لیټرو پلاسما یا دوینې دژوندۍ ساتلو  په ظرفیّت سره  په مینځني ختیځ سیمې کې  خورا ستره کارخانه یا چاڼځاي دی  چې  ایران  په نړۍ کې د پلاسما   دشپږم تولیونکي هیواد په توګه معرفي کوي .

 عباس پرداختي دغه راز وویل ،  د دغې پروژې په لومړنۍ  مرحلې کې     چې تر دوو کلونو پورې وخت اخلي ،  دوینې  محصولات به تولید او  له هیواده د درې  سوه میلیون ډالرو  د وتلو  مخنیوی  وکړي .

 

ټیګونه