په نړۍ کښې د ټولو اېټمی وسلو په پوره نابودۍ د ایران تاکید
(last modified Thu, 04 May 2017 10:55:23 GMT )
May 04, 2017 15:25 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې د ټولو اېټمی وسلو په پوره نابودۍ د ایران تاکید

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسی چارو او نړیوال امنیت عمومی مدیر غلامحسېن دهقانی پرون په ویانا کښې د اېن پی ټی د بیا کتنې د کانفرنس د مقدماتی کمېټۍ په وړومبنۍ غونډه کښې وویل: د اېټمی وسلو لرونکی نه شی کولې د تل لپاره د اېټمی وسلود پوره ختمولو لپاره د اېن پی ټی مطابق په خپلو ژمنو باندې له پابندۍ سرغړونه وکړی.

دغه مشکل ته په پام سره د دغه دوه اونیزې  غونډې مهم محور د اېټمی بې وسلې کولو د معاهدې د اجرا د نه پرمختګ او له اېټمی وسلو څخه د پاک مینځنی ختیځ د 1995 پرېکړلیک د نه اجرا کېدو د دلائلو څېړنه او همدارنګ د اېټمی انرجۍ سوله ایز استعمال لپاره د نړیوالو ملګرتیاو د اجرائی حالت څېړنه ده.

د اېن پی ټی معاهدې غړی هېوادونه په هرو پینځو کلونو کښې یو ځل د دغې معاهدې د اجرا د بیا کتنې لپاره راغونډیږی. د بیا کتنې له هرې  غونډې مخکې د مقدماتې کمېټۍ غونډې جوړیږی.

د اېټمی وسلو د خپرېدو د منعې معاهده یا این پی ټی په 1970 کال کښې لاسلیک شوه او په 1995 کال کښې د وخت د محدودیت له ټاکنې نه بغېر تمدید شوه. خو د اېن پی ټی د معاهدې مقصد یوازې دا نه ؤ چې اېټمی وسلو ته د غېر اېټمی هېودونو د لاس رسائۍ مخنیوے دې وشی، بلکه اېټمی بې وسلې کېدل هم د دغې معاهدې یو ذاتی او حتی ترټولو مهم هدف ؤ او دے. د اېټمی بې وسلې کولو لازموالے د اېن پی ټی په شپږمه ماده کښې بیان شوے دے او پکار دی هغه عملی شی. په حقیقت کښې د اېټمی بې وسلې کولو په زمینه کښې د ژمنو له پوره کېدو څخه د اېټمی وسلو لرونکو هېوادونو سرغړونه د اېن پی ټی ترټولو اصلی مشکل دے چې پکار دی ورته خاتمه ورکړې شی. د اېن پی ټی معاهدې ماهیت د دغه تړون نړیوال توب دے. نو ځکه په هرې بهانې سره د اېټمی وسلو لرل د سولې او امنیت لپاره یو ګواښ دے.

د ویانا غونډه په داسې حال کښې جوړیږی چې په نړۍ کښې په زرګونو اېټمی خویلو د دنیا په امنیت باندې تاثیر اچولے دے.  د دغې وسلې لرونکی هېوادونه هم هغه شان د اېټمی جنګی سازوسامانونو په نوی کولو باندې میلیارډونه ډالره لګوی.

په دې لړ کښې صهیونېسټ رژیم هم په مینځنی ختیځ کښې د یوازینی اېټمی وسلو لرونکی په توګه د سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړے دے. له دې امله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوال امنیت او سیاسی چارو عمومی مدیر د ویانا په غونډه کښې له اېن پی ټی سره بې له قېدو شرطه د یوځاے کېدولپاره په صهیونېسټ رژیم باندې د نړیوالې ټولنې د دباو او د اېټمی انرجۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې د اسرائیلود ټولو فعالیتو د راوستلو غوښتنه وکړه.

اوس د ویانا په مقدماتی غونډه کښې یو مناسب فرصت لاس ته راغلے دے چې د مشکلاتو له څېړنې سره سره د دغې معاهدې د مقاصدو د نه پوره کېدو علتونه معلوم شی. ځکه چې د اېټمی وسلو د پراختیا د منعې د معاهدې د عملی کېدو په لاره کښې د خنډونو او په دغه معاهده کښې د بیا کتنې د چلند د سست والی په شتون سره هغه نه شی اجرا کېدې. له بلې خوا په نړۍ کښې د اېټمی انرجۍ د سوله ایز استعمال زیاتوالی او له اېټمی انرجۍ څخه د هېوادونو د برخورېدو ضرورت ته په پام سره پکار دی دا موضوع د اېټمی ګواښونو له موضوع نه بیله کړې شی او له اېټمی انرجۍ څخه د سوله ایزې استفادې په  تېره بیا د پراختیا په حال کښې هېوادونو ته د اېټمی موادو، سائنسی سازوسامانونو او اېټمی ټېکنالوجۍ د انتقالولو په زمینه کښې محدودیتونه ختم کړې شی. اوس پکار دی وکتې شی چې د ویانا غونډه به د دغو مقاصدو د پوره کېدو لپاره کومې لارې چارې تر لاس کړی.

-------

 

ټیګونه