ایران د شېخ عیسی قاسم په خلاف حکم وغندۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48054-ایران_د_شېخ_عیسی_قاسم_په_خلاف_حکم_وغندۀ
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بحرېن د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم په خلاف حکم وغندۀ او په بحرېن کښې د امنیتی حالاتو په سختېدو یې اندېښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2017 15:01 Asia/Kabul
  • ایران د شېخ عیسی قاسم په خلاف حکم وغندۀ

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بحرېن د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم په خلاف حکم وغندۀ او په بحرېن کښې د امنیتی حالاتو په سختېدو یې اندېښنه څرګنده کړه.

بحرینی محکمې نن سهار بحرینی مبارز دینی عالم شېخ عیسی قاسم په یو کال قېد محکوم کړ خو د دغه حکم اجرا تر درې کلونو پورې ځنډولې شوې ده.

بحرینی محکمې شېخ عیسی قاسم د پېسو په پاکولو تورن کړے دے. بحرینی محکمې د شېخ عیسی قاسم په دفتر کښې له خلقو څخه په دینی برخو کښې د رقمونو راغونډول چې یوه  دینی فریضه ګڼل کیږی د پېسو پاکول ګڼلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی نن مازیګر د شېخ عیسی قاسم په خلاف د بحرین د محکمې د فېصلې په ردعمل کښې وویل: د بحرېن حکومت د قبیله ای او مذهبی چلند په غوره کولو او په شېخ عیسی قاسم او د هغه په ملګرو باندې د ناروا تورونو په لګولو سره  د پرېکنده دینی او مذهبی احکامو د محاکمه کولو په لټه کښې دے.

قاسمی یو ځل بیا له بحرینی چارواکو وغوښتل چې د بحرېن له خلقو سره د مقابلې او د هغوی په بنیادی ازادیو باندې د بندیزونو لګولو په ځاے  دې له خلقو سره  خبرو اترو او روغې جوړې ته مخه کړی او له داسې اقداماتو سره دې په دغه هېواد کښې حالات نور پېچلی نه کړی.