دایران دخارجه وزارت کنسولی پلاوی مدینې منورې ته ورسید
ایرناخبری آژآنس راپورورکړ د سعید خرازی په مشرۍ دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت لس کسیز پلاوی مدینې منورې ته رسیدلی او سعید خرازی مدینې ته په رسیدو سره وئیلی دی ، دحج دمناسکو په شپو ورځو کې به دغه پلاوی ایرانیو حاجیانو ته دکنسولی خدماتو د وړاندې کولو لپاره شپه ورځ هڅه وکړی .
مدینې منورې ته په رسیدو سره د دغه لس کسیز ایرانی پلاوی تود هرکلی هم د ایران د حج او زیاراتو د ادارې د مدینې منورې د کمیټې مشر اکبر رضائی او نورو مسئولانو کړی دی .
دحج اوزیاراتو په چارو کې د ولی فقیه استازی حجة الاسلام سید علی قاضی عسګری هم د دغې ادارې او درهبرۍ دبعثې دپلانونې اوغږملونې دشورا په غونډې کې دحج دچارو له چاروالو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود ولولناکې وینا ته په اشارې سره وئیلی دی ، په هغه له خاطرو ډک آرامښت سره چې له دغو څرګندونو دحج اوزیاراتو په ډګر کې په خلکو او خدمت کونکو کې رامینځةشوی ، د آرام او غوره حج دترسره کیدا لپاره ئې ښه شرائط برابر کړی دی.
د قاضی عسګر په وینا ، پرون تر ماسپښین پورې مدینې منورې ته کابو اته زره ایرانی حاجیان رسیدلی دی .
سږکال دحج په مناسکو کې کابو شپږ ایتا زره پنځه سوه ایرانی حاجیان ګډون کوی.