عربستان، بحرین او امارات د ایران خلاف د امریکې ملګري شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58079-عربستان_بحرین_او_امارات_د_ایران_خلاف_د_امریکې_ملګري_شول
سعودي، آل خلیفه او آل نهیان رژيمونو د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر د غلیمانه څرګندونو هرکلی وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2017 16:12 Asia/Kabul
  • عربستان، بحرین او امارات د ایران خلاف د امریکې ملګري شول

سعودي، آل خلیفه او آل نهیان رژيمونو د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر د غلیمانه څرګندونو هرکلی وکړ.

په داسې حال کښې چې زیاتره هیوادونو او نړیوالو سازمانونو او حتی ځینو امریکایي چارواکو د ایران خلاف د ډونلډ ټرمپ غیرډیپلماټیک څرګندونې د سرځوړۍ لامل او بې ارزښته وبللې، سعودي عربستان، بحرین او اماراتو په جلاجلا خبرپاڼو کښې د ټرمپ لخوا د ایران د سپکاویو ملاتړ وکړ.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیګا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په هغو اتو رپورټونو باندې په سترګو پټولو سره چې پکښې پر برجام د ایران پابندي تاییده شوې ده، وویل چې د ګډ اقدام پر جامع پروګرام (ایټمي موافقې) به د ایران پابندي تاییده نه کړي.

له بلې خوا اروپايي اتحادیې د ټرمپ له دغې وینا وروسته اعلان وکړ چې د تیر په څیر به د برجام بشپړ ملاتړ کوي.