داسلامی انقلاب کچ شوی لاره هیله ورکونکی نښې لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59075-داسلامی_انقلاب_کچ_شوی_لاره_هیله_ورکونکی_نښې_لری
زمونږخبریال وایی د شهیدانو د سلار حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه دوفاداره ملګرو دشهادت د اربعین په مناسبت په تهران کښې د امام خمینی رحمت الله علیه امامباړه د ټول ایران د محصیلینو د پلاویو کوربه وه او د پوهنتونونو محصیلینو او استادانو د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په شتون کښې د ویر مراسم ترسره کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 11:35 Asia/Kabul
  • دایران محصیلینو او استادانو د ورځې او د مازیګر لمونځ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خامنه اي په امامت وکړ .
    دایران محصیلینو او استادانو د ورځې او د مازیګر لمونځ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خامنه اي په امامت وکړ .

زمونږخبریال وایی د شهیدانو د سلار حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه دوفاداره ملګرو دشهادت د اربعین په مناسبت په تهران کښې د امام خمینی رحمت الله علیه امامباړه د ټول ایران د محصیلینو د پلاویو کوربه وه او د پوهنتونونو محصیلینو او استادانو د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په شتون کښې د ویر مراسم ترسره کړل .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د پوهنتونونو د محصیلینو د ویر په مراسمو کښې په لنډه وینا کښې د حسینی اربعین د ویر له ولولې دډکو مراسمو د درنښت په ترڅ کښې وفرمائیل  دغه دستورې اوغونډې باید دټولوخلکو اراده پیاوړی او ثابته  کړی او مهمه خبره دا ده چې په دې لاره  کښې تل دقدم ثبات ولرو او د سختیو او مشکلاتو تر اغیز لاندې ورنشو .

حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړه دخدای په لاره کښې هڅه ، دحق او دعدل ټینګول او اسلامی ټولنې او تمدن ته رسیدل سخته او له ټیټو هسکو ډکه لاره ده خو په  اسلامی انقلاب کښې کچ شوی لاره  او دغه راز  مخ په وړاندې افق کاملا  د هیله بخښونکی ، بریالی او دښه عاقبت نښې په ګوته کوی .

دماتم دمراسمو په پاې کښې دایران محصیلینو او استادانو د ورځې او د مازیګر لمونځ د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خامنه ای په امامت وکړ .