ولسمشر د سرپل ذهاب ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59247-ولسمشر_د_سرپل_ذهاب_ولسوالۍ_د_زلزله_ځپلو_سیمو_کتنه_وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نن کرمانشاه ولایت ته په سفر کښې سرپل ذهاب ولسوالۍ ته په تګ سره د هغې د زلزله ځپلو سیمو کتنه وکړه او د سیمې له خلکو سره خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2017 10:45 Asia/Kabul
  • ولسمشر د سرپل ذهاب ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو کتنه وکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نن کرمانشاه ولایت ته په سفر کښې سرپل ذهاب ولسوالۍ ته په تګ سره د هغې د زلزله ځپلو سیمو کتنه وکړه او د سیمې له خلکو سره خبرې اترې وکړې.

حسن روحاني په دغه کتنه کښې په سرپل ذهاب ولسوالۍ کښې د اوښتي زیان او زلزله ځپلو خلکو ته د مرسته رسونې د بهیر د څرنګوالي په هکله د مسئولانو وضاحت واوریده.

ولسمشر روحاني همداشان د زلزله ځپلو خلکو د خبرو او د مرسته رسونې د طریقې او موجودو ستونزو او نیمګړتیاو په هکله د هغوي د نظرونو د اوریدو په ترڅ کښې چارواکو ته د خلکو د مشکلاتو د کمولو او ختمولو لپاره ضروري احکام ورکړل.

د سرپل ذهاب ولسوالۍ خلکو هم چې د کرمانشاه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له شتونه خوښ وو، دغه شتون یې د خپلو غمونو او زخمونو مرهم وباله.