دایران انقلابی ولس دحضرت امام خمینی له آرمان سره بیابیعت نوی کړ
دحضرت امام خمیني لمسي همداراز روښانه کړې ، د ا یران ملت توانیدلی لویديځي او ختیځي قدرتونه له خپل هیواده وشړي او خپلو ذهنونو او زړونو لویدیځوال او ختیځ وال تفکر هم پآک کړي . اسلامی انقلاب هماغه راز ژوندی دی او ددغه انقلاب د ژوندیوالي دلیل هم ، دادی چې دایران ولس هماغه آئيډیاوې او آ رمانونه چې څلویښت کاله مخکې ئې درلودل اوس ئې هم غواړي او ورسره مینه لري .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني ایران ته دتاریخي راتګ له کلیزې سره په یو وخت په درست اسلامی ایران کې د سباؤن لسیزې یا ایام ا.... ځانګړي پروګرامونه پیل شول .
د سلواغې دمیاشتې دولسمه نیټه یعني دفرورۍ لومړۍ نیټه دایران داسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې پيل ورځ ده .
داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني په سپيڅلي حرم کې ایران ته د هغه بزرګوار د راتلو دکلیزې او دسباؤن لسیزې یا ایام ا... په لومړنۍ ورځې په دستورو کې د امام خمیني لمسي حجةالاسلام سید علی خمیني پخپلې وینا کې ووئيل ایران نن سبا دآزادي غوښتنې او فکري خپلواکۍ له پلوه پخپلو پښو دریدلی او دخپل برخلیک فیصلې پخپله کوي هغه همداراز دغه آزادغواړي نظریه او فکري خپلواکي د ارواښاد امام تعلیماتو څخه وبلل او زیاته ئې کړې ، ایران نن سبا له خپل ځانه او له هر هغه هیواد او یا نظام اویا بهیره چې مصلحت ئې وګڼي دفاع کوي ، ځکه ختیځ اولویدیځ دایران لپاره فیصله نه کوي او دا دایران لپاره ستر ارزښت دی .
دحضرت امام خمیني لمسي همداراز روښانه کړې ، د ا یران ملت توانیدلی لویديځي او ختیځي قدرتونه له خپل هیواده وشړي او خپلو ذهنونو او زړونو لویدیځوال او ختیځ وال تفکر هم پآک کړي . اسلامی انقلاب هماغه راز ژوندی دی او ددغه انقلاب د ژوندیوالي دلیل هم ، دادی چې دایران ولس هماغه آئيډیاوې او آ رمانونه چې څلویښت کاله مخکې ئې درلودل اوس ئې هم غواړي او ورسره مینه لري .
نن ورځې په درست ایران کې په تیره بیا د ارواښاد امام په سپيڅلي حرم کې په زرګونو خلکو په شتون سره او دغه راز دهیواد په بیلابیلو سیمو کې په ځانګړو دستورو کې په تیره بیا دتهران په مهرآباد هوائي ډګر ، ښونځیو ، کلیساګانو ، ریل ګاډو اوکشتیو د ټلیو په کړنګولو سره دسباؤن لسیزې پروګرامونه پیل شول او دایران دلوړپوړو چارواکو پشمول د رست ملت یو ځل بیا ددحضرت امام خمیني له آئيډیالونو سره خپل بیعّت نوی کړ . نن درسته ورځ دشهیدانو په هدیرو کې په تیره بیا دتهران په بهشت زهرا هدیرې کې ګلونه اچول کیږي او خلک د ارواښآد امام او رهبرۍ له آرمانونو سره خپل بیعت نوی کوی او دشهیدانو دلوړمقام قدرونه او درنښت کوي .
دتهران دریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکي هم په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره دایران شجاع او میړني ملت ته په دې مناسبت دزړهّ له قومې مبارکي وائي .