دمسلمان په لاس دمسلمان وژله دامریکاانګلستان اوصهونیسټی رژیم په دسیسو سره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64665-دمسلمان_په_لاس_دمسلمان_وژله_دامریکاانګلستان_اوصهونیسټی_رژیم_په_دسیسو_سره_ده
د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان همداراز د دې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی انقلاب دسوچه محمدی اسلام په وړاندې کولو سره ، په سیمې کې د نوی حرکت سرچینه شوی ، ووئیل ؛ دغه انقلاب دنړۍ په یوې داسې سیمې کې کامیاب شو چې اهمیّت ئې په نړۍ کې د انرژۍ اومعدنی زیرموپه وسیله بې ساری دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 09:42 Asia/Kabul
  • دمسلمان په لاس دمسلمان وژله دامریکاانګلستان اوصهونیسټی رژیم په دسیسو سره ده

د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک دغه لوړپوړی قوماندان همداراز د دې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی انقلاب دسوچه محمدی اسلام په وړاندې کولو سره ، په سیمې کې د نوی حرکت سرچینه شوی ، ووئیل ؛ دغه انقلاب دنړۍ په یوې داسې سیمې کې کامیاب شو چې اهمیّت ئې په نړۍ کې د انرژۍ اومعدنی زیرموپه وسیله بې ساری دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی  جمهوریت د سپاه پاسدارانو  دهوافضا ځواک قوماندان  سردار تورن جنرال  امیر علی حاجی زاده   دتهران په لویدیځ کې  د اشتهارد  ولسوالۍ د شهیدانو  د درنښت په ولولناکو دستورو کې  زیاته کړې ، امریکا  په سیمې کې د  خپل پوځی ځواک دساتلو لپاره  ډیر زیات لګښتونه  زغملی دی  او  دایران اسلامی  انقلاب بریالیتوب  په وروستیو څلور لسیزو کې    نړیوال استکبار ته  د رندۀ ګوزارونه  ورکړی  دی   او همدغه چاره  په ایران  د جنګ دتپل کیدا او امریکا د کینو  دزیاتیدا لامل شوې ده .

 د سپاه پاسدارانو د هوائی ځواک قوماندان  ددې خبرې په کولو سره چې   د  ایران پّ ضد ددښمنانو خوځښتونه  هماغه راز دوام لری ،روښآنه کړې ده ،  دهغوی یو خوخښت دمسلمان دله  مینځه وړلو لپاره د  مسلمانانو پشمول د  دسیمې له امکاناتو  څخه  استفاده  ده او دغه خوځښتونه ،  دسعودی عربستان  په پیسو سره د  امریکا، انګلستان او وحشی صهونیسټی رژیم  له خوا  ترسره کیږی .

سردار حاجی زاده  دایران داسلامی انقلاب بریالیتوب ،  داسلام  له سرکینیو وختونو وروسته   یوه خورا  ستره  پیښه  وبلله او زیاته ئې کړه ،  په اسلامی هیوادونو کې بدلونونه ،   دایران داسلامی انقلاب له امله  دی،  ځکه  چې  د دغه انقلاب بریالیتوب  دامریکا د استکباری رژیم  بنسټونه لړزولی دی . 