امام خمینۍ د نړۍ ډیر لوی انقلاب خلکو ته ډالۍ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64917-امام_خمینۍ_د_نړۍ_ډیر_لوی_انقلاب_خلکو_ته_ډالۍ_کړ
د پاکستان یو دپلمات وویل: امام خمیني  په نړۍ کې تر ټولو لوی انقلاب راوسته او دا انقلاب د سیمې او نړۍ په  برخلیک کې موثر و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 03:05 Asia/Kabul
  • امام خمینۍ د نړۍ ډیر لوی انقلاب خلکو ته ډالۍ کړ

د پاکستان یو دپلمات وویل: امام خمیني  په نړۍ کې تر ټولو لوی انقلاب راوسته او دا انقلاب د سیمې او نړۍ په  برخلیک کې موثر و.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې  په تهران کې د پاکستان پخواني سفیر جاوید حسین زیاته کړه:  د ایران اسلامي انقلاب سبب شو چې ایران په سیمه کې په یو توانمن هیواد بدل شي.

 هغه وویل: د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې د لویدیځو هیوادونو له سیاسته پیروي ونه کړه بلکې یوه خپلواکه لاره یې پره مخ بوتلله چې هره ورځ ددغه هیواد طاقت زیاتوي.

 جاوید حسین زیاته کړه : د ایران اسلامی انقلاب  په ۱۹۷۹ کال کې د ظالم رژیم په وړاندې دخلکو غبرګون و او د دغه انقلاب د دوام سبب دا دی چې د خلکو ارمانونه په انقلاب کې ځلیدلې دي. هغه د نننۍ او اسلامي نړۍ په بدلونونو کې دایران مهم رول ته په اشارې سره وویل : له انقلابه مخکې د ایران په ټولنه کې طبقاتي تضاد او نابرابری موجوده وه او په ایران کې د انقلاب یو سبب هم  پریمانه طبقاتي تضاد و.

د ایران اسلامي انقلاب د نولس سوه نه اویایم کال د فرورۍ په یوولسمه  د امام خمیني په مشرۍ د شاه د ظالم رژيم په خلاف کامیابۍ ته ورسیده .

 سږ کال د دغه انقلاب نه دیرشمه کلیزه ده. د ایران ټولو خلکو د دغه کلیزې په درشل کې د اسلامي انقلاب له ستر لارښود ایت الله خامنه ای سره تړون نوی کړ.