د اسلامی انقلاب بریالیتوب یوه تاریخی او سیاسی معجزه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64949-د_اسلامی_انقلاب_بریالیتوب_یوه_تاریخی_او_سیاسی_معجزه_وه
د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، په ایران کی د اسلامی انقلاب بریالیتوب، یوه تاریخی او سیاسی معجزه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 10:53 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب بریالیتوب یوه تاریخی او سیاسی معجزه وه

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، په ایران کی د اسلامی انقلاب بریالیتوب، یوه تاریخی او سیاسی معجزه وبلله.

 ډاکتر« حسن روحانی » نن دوشنبه په تهران کی د ښارونو په دننه او سړکونو کی په ټرانسپورټ پوری د مربوطو چارو د نوی کولو د طرحو په کنفرانس کی، د فجر او سباؤن د مبارکی لسیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره وویل: که د ایران د خلګو سرښندنه، ایثار، دریدل او مقاومت کول نه وای، ممکنه نه وه اسلامی انقلاب، د پهلوی رژیم په وړاندی؛ چی ټولو نړیوالو قدرتونو له هغه ملاتړ کاوه، بریالیتوب ته ورسیږی.

روحانی؛ پدې خبرې سره چی په هغو ورځو کی ټوله نړۍ، سره یو موټی شوې وه؛ چی اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ونه رسیږی، څرګنده کړه: د اسلامی انقلاب له کبله، د سیمی یو شمیر هیوادونه قهریدلی؛ او د خپل راتلونکی په هکله اندیښمن شول، او د سترو قدرتونو ګټی هم په خطر کی ولویدلی، او دا پداسی حال کی ده؛ چی د اسلامی انقلاب بد غوښتونکی او دښمنان، له ۳۹ کلونو وروسته، تر اوسه لا غواړی د ایران له ؤلس څخه غچ واخلی.

ښاغلی روحانی همداراز وویل: د نړۍ د مسلمانانو نږدی یو میلیارد کسان، د ایران په ختیځو هیوادونو کی شتون لری.

د ایران ؤلس مشر، پدی په ټینګار سره چی د ایران ټرانزیټی موقعیت یو لوړ امتیاز  ګڼل کیږی، زیاته کړه: د ایران په جنوب ختیځ کی، له چابهار څخه زاهدان ته غزیدلې ریل پټلۍ، له سراسری او عمومی شبکی سره په نښلیدو سره، کولای شی په یوې سترې نړیوالی لارې بدله شی.