اسلامی انقلاب؛ د ایرانیانو د عزت او ملی هویت زمینه جوړونکی شو
د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر وویل: له اسلامی انقلاب وړاندی؛ د استکبار او استبداد له خوا د ایران د ؤلس د تحقیر دوره وه، او د اسلامی انقلاب بریالیتوب؛ د ایرانیانو د پت او ملی هویت زمینه جوړونکئ شو.
ډاکتر«حسن روحانی» نن چهارشنبه؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د کال د کتاب جایزی د 35 دوری، او د کتاب د نړیوالی جایزې د ۲۵ دورې په اختتامیه دستورو کی زیاته کړه: د ایران اسلامی انقلاب؛ د خلګو رأیو؛ مفکورو؛ تفکراتو، او همداراز د ایرانیانو دینی او ملی وهویت ته عزت ور وباخښه، او پدی ستر بدلون کی کتاب؛ مکتوب او ویناوی، ډیر اساسی رول لرلئ دئ، او د ایران کلتور او هنر یی یوه نوې نړۍ ته رسولې ده.
د ایران ؤلس مشر زیاته کړه: د اسلام راتګ، د ایران د تمدن او اسلامی انقلاب لپاره لوړ امتیاز، او د ایران په تاریخ کی د عطف مهم ټکئ ؤ.
ښاغلی ډاکتر حسن روحانی وویل: له سبانۍ نړۍ سره یوځای کیدل، د بشری مفکوری له لارې امکان لری، او مفکوره پداسی ځای کی ذخیره کیدای شی، چی وینا او کلام په مکتوب بدل شی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د کال کتاب د جایزې د ۳۵ دورې، او د کتاب دنړیوالې جایزې د ۲۵ دورې اختتامیه غونډه، د داخلی او بهرنی غوره شویو لیکوالانو څخه په قدرونی سره نن ترسره شوه.