د افغانستان ثبات او امنیت د ایران ثبات او امنیت دې
د افغانستان د عدلیې وزیر عبد البصیر انور هم د ایران د اسلامی انقلاب د ۳۹ کلیزې د رارسیدا د مبارکی ویلو په ترڅ کی جوته کړه افغانان ځانونه د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په جشن کی شریک بولی .
په افغانستان کې د اسلامی ایران سفیر ښاغلی محمد رضا بهرامی نن په کابل کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۳۹ کلیزې د جشن په دستورو کې د ثبات او امنیت موضوع یوه ګډه چاره وبلله اوټینګار یې وکړ چی د افغانستان امنیت او ټیکاو د ایران ثبات او امنیت دې .
ښاغلی بهرامی په دې په ټینګار سره چی د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د ثبات او امنیت ضرورت له ایران سره یو شانته بولی ، جوته کړه په افغانستان کی د سولې د بهیر مدیریت باید د دغه هیواد له دولت سره وی .
د افغانستان د عدلیې وزیر عبد البصیر انور هم د ایران د اسلامی انقلاب د ۳۹ کلیزې د رارسیدا د مبارکی ویلو په ترڅ کی جوته کړه افغانان ځانونه د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په جشن کی شریک بولی .
ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی افغانستان او ایران ډیر مشترکات لری ، جوته کړه اسلامی ایران په تیرو ۴ لسیزو کې تل له افغان اولس ملاتړ او له افغان دولت او ملته یې له خپلو مرستو ډډه نده کړی .
د ایران اسلامی انقلاب د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۲ نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح په مشرۍ بریالې شو .