جنایتکاره امریکا هماغه راز د ایرانی ملت لومړی لمبر دښمنه ده
د ایران اولس نن د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریونونو د پایز پریکړه لیک په صادرولو سره وویل د امریکا له سلطه غواړو سیاستونو سره په ملګرتیا کې د ځینو لوړ رتبه اروپایی مقاماتو ایران ضد غلیمانه دریځونه محکوم دی .
په درست ایران کې د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې ګډون کونکیو د ایټمی موافقې په خلاف ورزۍ کې د سترې شیطانې امریکا له وعده خلافیو د کرکې او غوسې د څرګندولو په ترڅ کې ټینګار وکړ جنایتکاره امریکا هماغه راز د ایرانی ملت لومړی لمبر دښمنه ده .
د ایران اولس نن د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریونونو د پایز پریکړه لیک په صادرولو سره وویل د امریکا له سلطه غواړو سیاستونو سره په ملګرتیا کې د ځینو لوړ رتبه اروپایی مقاماتو ایران ضد غلیمانه دریځونه محکوم دی .
د ایران ملت همداراز په دغه پریکړه لیک کې د اسلامی نظام له درستو مسولانو او چاروالو وغوښتل د ملی ګټو او حقوقو د بشپړه ترلاسه کولو او د سلطې د نظام له وران کارو اقداماتو او بایکاټونو سره د ورته مقابلې لپاره شجاعانه اقدامات وکړی .
لاریون والو یو ځل بیا د علم او ټیکنالوجۍ ، دفاعی او توغندوی صنایعو په ډګر کې د ایرانی ځوانانو له بریالیتوبونو خپل پریکنده ملاتړ اعلان کړ .
په درست اسلامی ایران کې د سلوغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې د ګډون کونکیو په پایز پریکړه لیک کی راغلی دی د ویاړ او سرلوړۍ د څوکو په اوج کې د اسلامی نظام بریالیتوبونه او پرمختګونه له بل هر وخت زیات د بشری ټولنې ژغورونکی ، د مسلمانانو د مباهات او د نړۍ د مستضعفانو بیلګه ګرځیدلی دی .
دغه پریکړه همداراز د اسلامی نړۍ له وحدت ، اسلامی او ازادی غواړو خوځښتونو په تیره بیا فلسطین او د مقاومت له چورلیز دایرانی ملت د ملاتړ د اعلانولو په ترڅ کې زیاتوی بیت المقدس ته د ماشوم وژونکی او جعلی صیهونیسټ رژیم د پلازمینې د انتقال سپیرې نقشې ته په رسمیت بخښلو او همداراز په یمن او بحرین کې د ال سعودو د قبیله ای رژیم او د هغه د هم تړونو وحشیانه جنایتونه محکوم دی .
د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۳۹ کلیزې لاریون نن سهار په درست ایران کې په څه د پاسه زرو ښارونو او څلور زره کلیو کې په یو وخت ترسره شو چی یوه پرتمینه او عظیمه بیلګه یې نندارې ته وړاندې کړه .