ډاکټر لاریجانی وویل د سلواغې د ۲۲نیټې لاریون سږ کال تماشایی شو
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی نن په شیراز کې د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریون والو په ټول کې زیاته کړه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا نن د ایران په تاریخ کې د ځلا ورځ ده اود هغو په تعبیر د لیدو ورځ شوه .
د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری هم ویلی دی د سلواغې د ۲۲ نیټې لاریون د اسلامی جمهوریت له نظام سره د درست ایرانی ملت د میثاق ورځ ده او هر کس چی اسلامی انقلاب منلې او اساسی قانون ته رایه ورکړی ده ، د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې ګډون کوی .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی هم په تهران کی د سلواغی د ۲۲ په لاریون کې په شتون سره په سوریه کې د اسراییلی جنګی الوتکې نسکوریدا ته په اشارې سره وویل سوریې صیهونیسټ رژیم ته وښودله چی نور د وهلو دوران پاې ته رسیدلی دی . هغه په ایرانی ډرون الوتکې دصیهونیسټ رژیم د حملو د ادعا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل د دغې خبرې اصل غیر منطقی دې ځکه چی ډرون په الوتکې سره نه ویشتل کیږی .
نن د ایران په ښارونو او کلویو کې د سلواغې د ۲۲ نیټې په حماسې او عظیم لاریون کې ایرانی ولس په خپل پراخ شتون سره سږ کال دغه لاریون واقعا تماشایی کړ .