د سلواغې د درویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
نن د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو د سلواغې د دوویشتمې پرتمین او تماشايي لاریون ته پراخ انعکاس ورکړی او د مختلفو سرټکیو ترڅنګ یې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په پراخ لاریون کښې د ولس د ولوله ناک شتون مختلف انځورونه چاپ کړي دي.
اطلاعات ورځپاڼې په پروني لاریون کښې د خلکو له پرتمین او زوږناک ګډون وروسته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پیغام خبر ته دا سرټکی غوره کړی چې ویې فرمایل: د ایران سرلوړي ولسه! ستاسو هوډ او بصیرت یوه ستره او سترګې بریښونکې پیښه وپنځوله.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي انقلاب مشر په دغه پیغام کې جوته کړې: د ایران د ولس نن (یکشنبې) ورځې د لاریون عظمت چې د دقیقو محاسبه کوونکو له نظره تر تیرو کلونو زیات ولوله ناک او په لا پراخه پیمانه و، پردیو، دښمنانو او سست عهدو کسانو ته ځپونکی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
دوی دې ته په اشارې سره چې دښمن له ایران او ایرانیانو په غلط او نیمګړې تصور سره خپل ټول وس او هڅه په دې متمرکزه کړې وه چې د سږ کال د سلواغۍ دوه ویشتمه بې رونقه او احیانا د ځان په خلاف بدله کړي جوته کړه:د ایران ولس عملا د انقلاب ژوندی والی او خوځندوالی دښمن ته وښوده او د امام خمیني په ارمانونو او ایډیالونو پابندي یې په خپلو شعارونو او ولوله ناک شتون سره په لوړ غږ نندارې ته وړاندې کړ.
د اسلامي انقلاب مشر په دې په تاکید سره چې د ایران د ولس عزم او بصیرت، لویه او بریښوونکې پیښه وپنځوله زیاته کړه: د ایران د ولس ګوزار، دښمن شاته کوي او د هغه کلک هوډ د دښمن غلطې معادلې ګډوډوي.
د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د نهه دیرشمې کلیزې لاریون پرون له تهران سره په یو وخت د ایران له یو زرو په زیاتو ښارونو او څلورو زرو کلیو کې تر سره شو.
**
(څوک چې اساسي قانون مني، انقلابي دی). دا خبره پرون د اسلامي ایران ولسمشر کړې چې ایران ورځپاڼې هم راخیستې ده.
ایران ورځپاڼې د تهران چاپ د نورو ډیرو ورځپاڼو په شان د سلواغې د دوویشتمې نیټې په لاریون او دستورو کښې، د تهران په آزادۍ میدان کښې د ولسمشر حسن روحاني وینا راخیستې چې ځینې برخې یې درسره شریکوو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل تیر کال د ترهه ګرۍ په وړاندې د ایرانی ملت د کامیابیو او د سیمې د خلکو لپاره له بریالتوبه ډک کال وو .
حسن روحانی د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۳۹ کلیزې په پرتمین لاریون کښې د تهران د خلکو په سترې غونډې کې ټینګار وکړ ، د عراق او سوریې له خلکو سره د ایران مرستو نتیجه ورکړه او د سیمې ملتونه د ترهه ګرو له سره خلاص شول .
د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی دسیسه جوړونکی د سیمې د هیوادونو په ویشلو پسې وو ، جوته کړه د عراقی ملت ځیرتیا او د سیمې د هیوادونو مرستې په سیمه کي د ایران د ملگرو هیوادونو ملی وحدت تضمین کړ .ښاغلی روحانی زیاته کړه د لبنان د خلکوځیرتیا او د ملګرو هیوادونو ملاتړ هم په دغه سیمه کې د امریکا او صیهونیزم دسیسه شنډه کړه .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سیمې د سولې او ثبات لپاره په څو اړخیزو خبرو اترو کې د ایران بریالیتوبونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چی د سیمې د مشکلاتو اوارې سیاسی دې او باید د نورو هیوادونو په ملګرتیا سره په درسته سیمه کې ثبات او امنیت راوستل شی .
ښاغلی روحانی همداراز په نړیوال ډګرکې د ایرانی ملت په وړاندې د امریکا بیا بیا ماتو ته هم اشاره وکړه او جوته یې کړه چی امریکایان د ایران په داخلی چارو کې په لاس وهنې پسې وو خو د ایران خلکو په وحدت ، اتحاد او مقاومت سره د هغو دسیسې او پروګرامونه شنډ کړل .
روحانی جوته کړه امریکا د ایران د ایټمی موافقې په موضوع کې تراوسه څو ځله د دغې مهمې نړیوالې او سیمه ایزې موافقې د له مینځه وړلو لپاره هڅه کړی ده خو تراوسه بریالی نه وه او که امریکا وغواړی چی له ایټمی موافقې ووځی ، نو تاوان به یې ډیر ژر ووینی .
د اسلامی ایران ولسمشر د قدس ، فلسطین او د سیمې د خلکو پرضد د امریکا دسیسې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چی نړۍ د امریکا د دسیسې په وړاندې ودریده او نه یوازې اسلامی هیوادونه یوازې څو هیوادونو پرته ، درستو هیوادونو د ملکرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې له دغې دسیسې سره مخالفت وکړ .
**
تهران چاپ ورځپاڼو د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په جشن او لاریونونو کښې د ایران د نورو لوړرتبه چارواکو څرګندونې هم راخیستې دي ځینې ترې دلته خپروو.
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی پرون په شیراز کې د سلواغې د ۲۲ نیټې د لاریون کونکو په ټول کې زیاته کړه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا نن د ایران په تاریخ کې د ځلا ورځ ده اود هغو په تعبیر د لیدو ورځ شوه .
د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری هم ویلي دي: د سلواغې د ۲۲ نیټې لاریون د اسلامی جمهوریت له نظام سره د درست ایرانی ملت د میثاق ورځ ده او هر کس چی اسلامی انقلاب منلې او اساسی قانون ته رایه ورکړی ده ، د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې ګډون کوی .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی هم په تهران کی د سلواغی د ۲۲ په لاریون کې په شتون سره په سوریه کې د اسراییلی جنګی الوتکې نسکوریدا ته په اشارې سره وویل: سوریې صیهونیسټ رژیم ته وښودله چی نور د وهلو دوران پاې ته رسیدلی دی . هغه په ایرانی ډرون الوتکې دصیهونیسټ رژیم د حملو د ادعا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل د دغې خبرې اصل غیر منطقی دې ځکه چی ډرون په الوتکې سره نه ویشتل کیږي.
کابل چاپ:
د کابل ورځپاڼو نن خپل مهم سرلیکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامۍ ته ځانګړي کړي او د هغې د لاملونو په اړهیې د بېلابېلو اړخونو نظرونه خپاره کړي دي.
دنیا
دنیا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوو پړاوونو کې شوې خبرې چې د افغان حکومت لهخوا ناکامې اعلان شوي، د ګونګټې خواري بللې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حوالهیې لیکلي چې دا ځل هم د پخوا په شان شوې خبرې نا هیلې کوونکې وې.
ورځپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکي چې پاکستان د سولې د ټینګښت، د افراطیت په وړاندې د مبارزې او په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې له ځانه کومه ژمنه ښکاره نهکړه.
ورځپاڼې لیکلي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ شوې خبرې داسې مهال ناکامې بلل شوې دي چې پر پاکستان د نړیوالو او په تېره بیا د امریکا فشارونه ظاهراً خورا سخت شوي دي.
ورځپاڼې د خپل بحث په دوام د پاکستان چلند ته په کتو پوښتنه کړې چې ولې پر اسلاماباد د امریکا او نړیوالې ټولنې فشارونه کار نهورکوي؟ ایا دا فشارونه خو به نمایشي نهوي؟
ورځپاڼې د بحث په پای کې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، تر هغه چې نتجیهیې نهوي کتلي، پر دغو فشارونو هم باور ونهکړي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکلي چې افغان او پاکستاني چارواکي پر مهمو مسئلو هوکړې ته نهدي رسېدلي او تمه ده چې افغان ولسمشر له تللي پلاوي د جزئیاتو د ترلاسه کولو وروسته، د پاکستان پر وړاندې خپله تګلاره اعلان کړي.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت پر تګلارې انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسی له پاکستان سره د یو اړخیز امتیاز پر بنسټ، د اړیکو بهیر روان دی.
ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې لیکلي چې له اسلاماباد سره دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څلور اړخیزې خبرې افغان ولس ته د سولې او ارامۍ په ژمنو پیل شوې، خو په نا هیلۍ پای ته ورسېدې او له دی سره د ولس فرصتونه ضایع شول.
ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې موجوده حالت د افغانانو په زیان بللی او لیکلي یې دي چې په داسې شرایطو کې له پاکستان سره د باعزته سولې امکان نهشته.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په اسلاماباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامۍ ته په اشارې په خپله سرلیکنه کې په دې ټینګار کړی چې پر پاکستان د لا ډېر فشار اړتیا ده.
ورځپاڼې په خپله تبصره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د ناکامۍ پړه پر اسلاماباد اچولې او لیکلي چې د پنجاب حکومت د خپلې ناوړې پالېسۍ له مخې حاضر نهدی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې پاکستان له داسې دوه اړخیزو خبرو د وخت د ضایع کولو هڅه کوي، څو له نړیوال فشاره ځان وژغوري.
ورځپاڼه د تبصرې په پای کې دا ډول دوه اړخیزې ناستې د حل لاره نهبولي او وایي چې پر اسلاماباد باید نړیوال او په تېره بیا د امریکا فشارونه زیات شي او په زوره دا هېواد اړ ایستل شي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې له پاکستان سره خبرې نتیجه نهورکوي او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا، پاکستان نهغواړي داسې تګلاره خپله کړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
ورځپاه لیکي چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې ښه نیت نهدی لرلای او په داسی حال کې چې له هند سره جدي اختلافات لري، په افغانستان کې امن د ځان په ګټه نهبولي.
ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان د همدې هدف لپاره په افغانستان کې نیابتي جګړې جاري ساتلي او په ټول مهارت سره خپله لوبه پر مخ وړي.
ورځپاڼې دغو حالاتو ته په کتو حکومت ته سپارښتنه کړې چې نور دې له پاکستان سره د خبرو زحمت نهکوي، بلکې اسناد او شواهد دې راټول کړي او ملګرو ملتونو ته دې یې وسپاري، څو دغه سازمان له خپله ادرسه اقدام وکړي او د زړې ستونزې د حل یوه لاره پیدا کړي.
*****///////*****