د ایران د سلواغي د 24 نیـي مطبوعات
د ایران د ولس داتبارورځې د لاریون عظمت چې د دقیقو محاسبه کوونکو له نظره تر تیرو کلونو زیات ولوله ناک او په زیاته پیمانه و، پردیو، دښمنانو او سست عهدو کسانو ته ځپونکی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
جمهوری اسلامی
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په لاریون کې د ایرانی ملت د پراخ او ولولناک ګډون په مناسبت د قدرونې په پیغام کې فرمایلی دی چی ایرانی ملت د انقلاب ژوند والی او غوړیدا دښمنانو ته ښکاره کړه . د اسلامي انقلاب مشر په دغه پیغام کې جوته کړې: د ایران د ولس داتبارورځې د لاریون عظمت چې د دقیقو محاسبه کوونکو له نظره تر تیرو کلونو زیات ولوله ناک او په زیاته پیمانه و، پردیو، دښمنانو او سست عهدو کسانو ته ځپونکی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
دوی دې ته په اشارې سره چې دښمن له ایران او ایرانیانو په غلط او نیمګړې تصور سره خپل ټول وس او هڅه په دې متمرکزه کړې وه چې د سږ کال د سلواغۍ دوه ویشتمه بې رونقه او احیانا د ځان په خلاف بدله کړي جوته کړه:د ایران ولس عملا د انقلاب ژوندی والی او خوځندوالی دښمن ته وښوده او د امام خمیني په ارمانونو او ایډیالونو پابندي یې په خپلو شعارونو او ولوله ناک شتون سره په لوړ غږ نندارې ته وړاندې کړ.
د اسلامي انقلاب مشر په دې په ټینګار سره چې د ایران د ولس عزم او بصیرت، لویه او بریښوونکې پیښه وپنځوله زیاته کړه: د ایران د ولس ګوزار، دښمن شاته کوي او د هغه کلک هوډ د دښمن غلطې معادلې ګډوډوي.
له داعش سره د عراق جنګ څه د پاسه ۴۵ میلیارډ ډالره تاوان درلودلی دی .
د لبنان حزب ا... ویلی دی د اسراییلو د بې ځوابه حملو پړاو تیر شوی دی .
جنوبی کوریا له شمالی کوریا سره د ارتباط په له سره پیلولو پسې دې .
د طالبانو د نفوذی عامل په لاس د افغانستان د حکومت ۱۶ ملاتړی وسله وال وژل شوی دی .
اماراتو ګواښ کړی دی چی د منصور هادی دولت مورچې بمباروی .
د بشری حقوقو یوه مرکز ویلی د ال خلیفه رژیم په بحرینی فعالانو حملې کوی .
د ترکیې خارجه وزیر ویلی دی چی له امریکا سره اړیکی ښې کوو او یا یې په بشپړه غوڅوو .
اطلاعات ورځپاڼه
د لبنان حزب ا... د صیهونیسټ رژیم د هر ډول بلا غوښتنې په اړه سخت خبردارې ورکړ .
عراق په رسمی توګه د هیواد په بیا رغاونه کې د اسلامی ایران د ګډون غوښتنه وکړه .
دمصر پوځ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی د دغه هیواد پوځیانو د ولسمشر عبدالفتاح السیسی په حکم سره په شمالی سینا ولایت کې د عملیاتو په دوام کې د دولسو ترهه ګرو پر هلاکت سربیره دوه نوی نور ترهه ګر هم نیولی دی .
د اسلامي ایران د فوټسال ملي ټیم د جاپان ټیم ته په ماته ورکولو سره د اسیا د فټ سال د سیالیو کپ وګاټه.
د ایران دولت د روسیې د الوتکې د غورځیدو په پیښه دغه هیواد ته تسلیت ووایه .
د لبنان حزب ا... ویلی دی د اسراییلو د بې ځوابه حملو پړاو تیر شوی دی . د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې دسورئې دپوځ په لاس د تیریګر صهونیسټی رژیم ددیوې جنګی الوتکې نسکوریدا ته په اشارې سره ټینګار کړی ، هغه پړاؤ چې دغه تیری او جنایتکار رژیم تیری کول ، او ځواب نه ورکول کید، پای ته رسیدلی دی .
هغه روښانه کړې ، د اسرائیلی جنګی الوتکې نسکوریدا په دې معنا ده ، هغه اصل چې له ځواب پرته په حملې مشتمل دی ، له مینځه تللی دی او وحشی صهونیسټی رژیم له دې وروسته په نښتو کې له دغې قاعدې استفاده نشی کولی . دلبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال په دې خبرې کولو سره چې صهونیست رژیة د م ګړۍ له مشکل سره لاس او ګریوان شوی ، او د جنګ لګښتونه به د اسرائیلو لپاره روښانه نتیجې ونه لری ، زیاته کړې ، دمقاومتی ځواک په برکت سره ، لبنان اوس تیر وخت په نسبت ډیر پیاوړی شوی دی .
شیخ نعیم قاسم وئیلی دی ، که اسلامی مقاومت نه وائ ،نو صهونیسټ رژیم پر درستې سیمې مسلط کیده، خو دغه خوب ئې پوره شوی نه دی او دغه امید به ګور ته له ځان سره یوسی .
کیهان
د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... صادق املی لاریجانی د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کې د خلکو د پراخ او تماشایی ګډون ته په اشارې سره ویلی دی چی خلکو وښودله له معیشتی مشکلاتو سره سره دښمن پیژاندی دی .
شمالی او جنوبی کوریا یو ګام بل یوه بل ته نږدې شو .
د انګلستان خارجه وزیر میانمار ته له سفره وروسته وویل په ژوند کې مې داسې جنایت نه وو لیدلې .
د امریکا سی این این په یوه راپور کې ویلی دی چی د داعش د ترهه ګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی سخت ژوبل شوی دی .
که امریکاله کرد وسلوالوسره خپلومرستو ته دوام ورکړی نوترکیه به ورسره اړیکې غوڅې کړی . دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو په یو لړ څرګندونو کې له امریکا سره داړیکو دغوڅولو په ګواښ سره خبرداری ورکړی ، له کرد وسلوالو ډلو سره دې واشنګټن مرستې ودروی .
د ترکیې خارجه وزیر په استانبول کې دترکیې ا فریقا داړیکو په باب په سیمنار کې پخپلې وینا کې دغه راز ووئیل ، نور له امریکا ژمنې نه اخلو، بلکې تمه لرو ، له ترکیې سره د مناسباتو دښه کولو لپاره پیاوړی ګامونه پورته کړی ، ځکه که داسې نه وی نو حالات به ډیر ترینګلی شی .
چاووش اوغلو ددې خبرې په کولو سره چې امریکائی پوځیان له داعش ترهه ګرې ډلې سره دمبارزې په پلمه د وائی پی جی نومې د کردانو د ډیموکراټیک مدافعو یونټونو څخه ملاتړ کوی ، زیاته کړې ، البته دوی حتی د داعش تر سلطې لاندې سیمو ته نزدې شوی هم نه دی .
دترکیې خارجه وزیر ټینګار کړی ، که امریکا د کرد وسلوالو ډلو په ضد لازم اقدامات ونه کړی، نو مونږ د سورئې دمنبج پشمول په نورو سیمو کې لازم ګامونو پورته کولو ته تیارسی یوو .
ترکیې د امریکا دپلوی کرد وسلوالو دځپنې په پلمه دسورئې په شمال لویدیځ کې حلب ولایت په عفرین حمله د جنورۍ له شلمې پیل کړې او هماغه راز دوام لری ، چې دغو لاسوهنو د سورئې د حکومت او ولس په شمول دسیمه ایزو سوله غواړو هیوادونو غبرګونونه راپارولی دی . د کردانو چارواکی وائی دترکیې دپوځ په دغو حملو کې تر دې دمه په لسګونو زره ځای اوسیدونکی کوچیدلی او دغه راز په سلګونو عام خلک وژل شوی هم دی .
د فلسطینی بندیانو د ټولنې ادارې ویلی دی ۶۰ فیصده بندی فلسطینی ماشومان شکنجه شوی دی .