روحاني: نړۍ په ايران، انقلاب او اسلامي جمهوري نظام پوره اعتماد لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65493-روحاني_نړۍ_په_ايران_انقلاب_او_اسلامي_جمهوري_نظام_پوره_اعتماد_لري
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: نړۍ په ايران، انقلاب او اسلامي جمهوري نظام باندې پوره اعتماد لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 11:41 Asia/Kabul
  • روحاني: نړۍ په ايران، انقلاب او اسلامي جمهوري نظام پوره اعتماد لري

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: نړۍ په ايران، انقلاب او اسلامي جمهوري نظام باندې پوره اعتماد لري.

حسن روحاني نن د ګورنرانو، وزيرانو، د اقتصادي ادارو د مشرانو او مالی او اعتباري موسسو د مديرانو په ګډه غونډه کښې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې ولې ټوله نړۍ د برجام په اړه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې اودرېده وويل: که د ايران نظام او راتلونکے مضبوط نه وې نو د نړۍ يو سل نوي نه زيات هېوادونه به د ټرمپ په وړاندې نه اودرېدل او دا اودرېدنه د ايران په نظام، ملت او حکومت باندې د نړۍ د اعتماد نښه ده.

روحاني زياته کړه: د ايران د اعتبار رېسک له اوۀ فيصده نه پينځو فيصدو پورې کم شوے دے چې دا ښودنه کوي چې د ايران په اسلامي جمهوريت د نړۍ اعتماد زيات شوے دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د ايران په خلاف د دښمنانو د تبليغاتو بې اثر والي ته په اشارې سره واضحه، د ايران اقتصادي وده به د  ۲۰۱۷ کال له مارچ څخه د ۲۰۱۸ کال تر مارچه پورې د نړۍ له متوسطې اندازې اوچته وي.

ډاکټر روحاني همدارنګ د فرورۍ د ۱۱ له عظمته ډک لاريون کښې د ايران د خلقو له ګډون څخه په قدرونې سره وويل: د ايران د خلقو وحدت او يووالے د اسلامی انقلاب د کاميابۍ عامل ؤ او تر هغه چې دغه وحدت او يووالے موجود وي هيڅ بهرنے قوت به په خپل کار کښې کامياب نه شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، اسلامي انقلاب د خپلواکۍ، ملي حاکميت، اسلامي کلتور، ملي کلتور، جمهوريت او اسلاميت لپاره ؤ او دا لاره ستنېدونکې نه ده.