امریکايي او صهیونیسټي چارواکي د خندا وړ لوبغاړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65897-امریکايي_او_صهیونیسټي_چارواکي_د_خندا_وړ_لوبغاړي_دي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان ځاې ناستي د میونیخ په امنیتي غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم د تبلیغاتي ډرامې په غبرګون کښې وویل: د امریکې او اسرائیلو رژيم چارواکي په خندا وړ لوبغاړو بدل شوي ديږ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2018 10:00 Asia/Kabul
  • امریکايي او صهیونیسټي چارواکي د خندا وړ لوبغاړي دي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان ځاې ناستي د میونیخ په امنیتي غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم د تبلیغاتي ډرامې په غبرګون کښې وویل: د امریکې او اسرائیلو رژيم چارواکي په خندا وړ لوبغاړو بدل شوي ديږ

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې جنرال حسین سلامي نن څرګنده کړه: د امریکې او صهیونیسټي رژيم نمایشي اقدامات ښودنه کوي چې موقعیت یې په لړزا شوی او د اسلامي انقلاب په وړاندې یې شرایط لاپيچلي شوي دي.

هغه زیاته کړه: اسرائیلیان ادعا کوي چې د نیواکي فلسطین په فضا کښې الوت کونکی ډرون ایرانی دی خو که دا ادعا رښتیا وي او که دروغ، باید ووایو چې دا د مقاومت د جبهې وړومبنۍ یا وروستۍ ډرون الوتکه نه ده او د دې ډرون د ویشتلو په بدل کښې د اسرائیلو جنګي الوتکه نسکوره شوې ده.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د میونیخ په امنیتي غونډه کښې د اوسپنې یوه ټوټه وښودله او مدعي شو چې دا د هغه ایراني بې پایلټه الوتکې یوه برخه ده چې د فرورۍ په لسمه نیټه د دوي هوايي حریم ته ننوتی و.

جنرال سلامي د امریکایانو دې څرګندونو ته په اشارې سره چې ګني یمن ته توغندي ایراني ورکوي، څرګنده کړه: هغوي وايي د ښودلي توغندي ټوټې ایرانی دي او ایران دا خبره په کلکه ردوي خو پوښتنه دا ده چې د (تاد) او (پاټریوټ) په نامه امریکايي میزایل ضد سیسټمونه چې د عربستان په واک کښې دي، د دې توغندوي په وړاندې څه کوي چې تراوسه یې نه دي ویشتل شوي.