د ایران د کب د ۵ نیټې مطبوعات
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازۍ سوریه په پوځی حملې وګواښله .
کیهان
ښاغلی عراقچی د انګلستان په چټم هاوس پوهنکور کې په خپلې وینا کی ویلی دی چی ایټمی موافقې ایران لپاره بریا نده درلودلی . د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال وويل د برجام موضوع د سوريې، يمن او د ايران د توغنده اي مسئلې په شان موضوعاتو سره اړه نه لري، ځکه چې د دغو موضوعاتو مطرح کول به د نورو مسائلو د لا پېچلتیا سبب شي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال په دې باندې په ټینګار سره چي ايران هيڅکله د اېټمي وسلو د جوړولو په لټه کښې نه دے چې اعتماد جوړونه وشي، خو امريکاهم هغه شان د خپلو ژمنو خلاف ورزي کوي او په برجام کښې يې د بې اعتمادۍ فضاء رامنځته کړې ده.
عراقچي د دې خبرې په کولو سره چې ايران که د برجام له ګټو برخور نه شي نو ترې به ووځي، څرګنده کړه: ايران په سيمه کښې صلح او ثبات غواړي او په سيمه کښې يې له ثبات او امنيت سره زياته مرسته کړې ده.
هغه همدارنګه وويل: د سيمې لپاره هيڅ فوځي حل لاره نشته او ايران خبرو اترو ته په داخلېدو سره ثابته کړه چې تهران د سيمې د مشکلاتو له سياسي حل لارې سره مرستې کولو ته اماده دے.
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير مرستيال د يو سياسي پلاوي په مشرۍ د ايران او برطانيې په سياسي خبرو اترو کښې د ګډون لپاره لندن ته لاړ دے.
فلسطینانو په قدس کې د ټرمپ په استازیو د بوټانو او هګو ګوزرارونه وکړل .
د امریکا ایتلاف ویلی په عراق او سوریه کې مو ۸۴۱ ملکیان وژلی دی .
خلکو په بروکسل کې د ال سعود جنایتکار په شعار سره د عربستان د خارجه وزیر الجبیر هرکلې وکړ .
د امریکا ولسمشرټرمپ هم په ښونځیو کې د استادانو په وسلو د سنبالیدا غوښتنه وکړه .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... موحدی کرمانی ویلی دی قضایی اداره د تهران د پاسدارانو واټ د جنایت له عاملانو سره پریکنده چلند وکړی .
د ال خلیفه رژیم د عواملو په لاس د څلورو بحرینی ځوانانو د وژلو د څرنګوالی د تازه جزیاتو له جوتیدا سره په یو وخت د بحرین خلک واټونو ته راووتل او د ال خلیفه رزیم جنایتونه یې وغندل .
جوان ورځپاڼه
د ایران د کورنیو چارو وایی په پولیسو په بس سره د حملې بیلګه مو یوازې په داعش کی لیدلی وه .
عراقچی وایی په ایټمی موافقې کې که ګټه نه وی نو پکې نه پاتی کیږو ، له بلې خوا ټرمپ هم ویلی دی چی په برجام کې له شپږو شرطونو پرته نه پاتی کیږو .
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ایت ا... محمد علی کرمانی ویلی دی واشنګټن ، تل ابیب او ریاض د ایران په پرمختګونو غوسه دی . ایت ا... کرمانی د دې خبرې په کولو سره چی امریکا ، صیهونیسټ رژیم او عربستان ، ایران پر ضد د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع په لټه کی دی وویل واشنګټن ، تل ابیب او ریاض د ایران په پرمختګونو غوسه دی .
ایت ا... کرمانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د اسلامی انقلاب پرمختګونو ته په اشارې سره جوته کړه ایران د دښمنانو له دسیسو سره سره په بیلا بیلو ډګرونو کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوی .
ایت ا... موحدی کرمانی همداراز د تهران د پاسدارانو واټ د جنایت په غندلو سره چی د دریو پولیسو او دو بسیجیانو د شهادت سبب شول ، له قضایی ادارې وغوښتل چی د دغه جنایت له عاملانو سره پریکنده چلند وکړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د تهران ، یاسوج د الوتکی د نسکوریدا د قرباینانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د پاتې کسانو لپاره د صبر او د وژل شویو لپاره د الهی مغفرت دعا وکړه .
ایت ا... موحدی کرمانی همداراز د اسلام د ګران پیغمبر ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې د رارسیدا په تسلیت ویلو سره وویل د حضرت امام علی ع له ولایته د حضرت فاطمه الزهرا س دفاع ، په نړۍ کې د عدالت د اجرا لپاره د نړۍ د شیعیانو د دولسم امام حضرت امام مهدی عج بیلګه ده .
جمهوری اسلامی
د تهران د پاسدارانو واټ د پیښې د مظلومو شهیدانو د جنازې دستورې ترسره شوې .
د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس یو ځل بیا ایټمی موافقې ته د ایران پایبندی تایید کړه .
د یمن انصار ا.... غورځنګ د یمن د کړکیچ د ختمولو لپاره ملګرو ملتو ته طرحه وړاندی کړه .
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال په لندن کښې له ايراني خبريالانو سره په مرکه کښې له برجام سره د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مقابله له نړيوالې ټولنې سره مقابله وبلله.
د بشري حقوقو څارونکي وویل سپوږمکیز تصویرونه ښودنه کوي چې د میانمار په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو کورونه لاهم د دغه هیواد د پوځي ځواکونو لخوا ورانیږي.
په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګازی نل لیکی د بشپړیدا او بانکی اړیکو په سره پیلیدا کې د پاکستان په ځنډ نیوکه وکړه .
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازۍ سوریه په پوځی حملې وګواښله .
د بشري حقوقو څارونکي د سوریې د شمال په عفرین سیمه کښې د ملکي وګړو ژوند ته د ترکیې په بې پامۍ نیوکه وکړه .
روسیې په امنیت شورا کې د ایران د غندلو لپاره له وړاندیزی پریکړه لیک سره مخالفت وکړ .
د ایران دفاع وزیر وایی د ایران اصولی سیاست له درستو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ټینګول دی .
د بخښنې نړیواله اداره وایی د بن سلمان اصلاحات په بشری حقوقو په تیری برغولې نه کیږدوی .
شمالی کوریا د ملګرو ملتو سرمنشی د امریکا نوکر وباله .
د امریکا خارجه وزیر ټیلرسن د وینزویلا پوځ کودتا ته ولمسوه .
امریکا ، عراق ته د روسیې د ایس ۴۰۰ دفاعی پلیټ فارم د اخیستلو په باب خبردارې ورکړ .