داسلامی هیوادونو په وحدت ټینګار وشو
-
د فقه ، قانون او د ټولنیزو حقیقتونو نړیوال کانفرنس پرون دڅه دپاسه دیرشو(۳۰) خارجي شخصیتونو په ګډون سره دایران په قم ښار کښې پیل شوی .
ایرنا خبری اژانس وایی دتهران په جنوب کښې په قم ښار کښې دفقه ،قانون او دټولنیزو حقیقتونو په دریم (۳)نړیوال کانفرنس کښې ګډون کونکو متفکرانو د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او د اسلامی فقې په ساتلو ټینګار وکړ .
د عمان د سترې محکمې نائب مشر عبدالله بن راشد السیابی په دغه کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د اسلامی نړۍ د علماو ویناوې باید د وحدت په لاره کښې ګام پورته کړی وویل په دې مسلې کښې د اسلامی نړۍ دعلماو رولی ډیر اهمیت لری .
د ترکیې دمذهبی چارو دلوړې شورا مشر اکرم کلیش هم په دغه کانفرنس کښې دې ته په اشارې سره چې دایران اسلامی جمهوریت د سترو علماو د روزنې مرکز دی او ایران داسلامی امت ترمینځ د ورورګلوۍ د رامینځته کولو لپاره خپله ټوله هڅه کارولی ده وویل په نوی نړۍ کښې د اسلامی ټولنو د مشکلاتو په دقیق ډول پیژندل او ټولنیزو حقیقتونو ته پام کول په هغو ضرورتونو کښې راځی چې داسلامی نړۍ متفکران باید دهغو په اړه کافی پیژندګلوۍ ولری او ددغو مشکلاتو دختمیدا لپاره اقدام وکړی .
د قطر دپوهنتون د اسلامی څیړنو او د شریعت پوهنځی مشر یوسف محمود الصدیقی هم په دغه کانفرنس کښې وویل اسلامی نړۍ د دښمانانو لخوا له رامینځته کړې شوی تفرقې کړیږی او ضروری خبره ده چې د اسلامی نړۍ علما دیوبل په ملګرتیا سره د مسلمانانو د وحدت غږ نړیوالو ته ورسوی .
د لبنان د مسلمانو علماو د ټولنې غړی شیخ مصطفی ملص هم په دې خبرې ټینګار سره چې فقه او قانون دواړه د انسان د ژوند دسویې د لوړتیا هڅه کوی وویل ټول مسلمانان باید د امریکا ، صهیونیسټ رژیم او د ځینو عربو حکومتونو چې انسانی او اسلامی ارزښتونو ته پاې بند نه دی په مقابل کښې ودریږی او نړیوالو محکمو ته شکایت وکړی .
د فقه ، قانون او د ټولنیزو حقیقتونو نړیوال کانفرنس پرون دڅه دپاسه دیرشو(۳۰) خارجی شخصیتونو په ګډون سره دایران په قم ښار کښې پیل شوی او سبا به خپل کار پاې ته ورسوی .
په دغه کانفرنس کښې د اردن، قطر، الجزایر ، ترکیې ، تیونس ، روسیې ،عراق ، لبنان او دمراکش شخصیتونه ګډون لری .