د ایران خلاف د چټي ادعاؤ تکرار به د بحرین مشکل حل نه کړي
بهرام قاسمي نن یوځل بیا د بحرین چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د امنیتي او پولیسي کړنلارو د سختولو په ځاې دې له خلکو سره د تعامل او خبرواترو لپاره زمینه برابره کړي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایراني ارګانونو خلاف د بحرین د کورنیو چارو د وزارت د چټي او تکراري ادعاؤ په ردولو سره ټینګار وکړ چې د نورو ملامتول، د تکراري ډرامو جوړول او په نورو بې بنیاده تورونه پورې کول به له خپلو خلکو سره د بحرین د حکومت ستونزه هواره نه کړي.
بهرام قاسمي نن یوځل بیا د بحرین چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د امنیتي او پولیسي کړنلارو د سختولو په ځاې دې له خلکو سره د تعامل او خبرواترو لپاره زمینه برابره کړي.
د ویلو ده چې د بحرین د کورنیو چارو وزارت پرون مدعي شو: هغه ۱۱۶ کسان چې په هیواد کښې یې د ترهګرو عملیاتو د کولو نیت درلود نیول شوي دي چې په دې کښې ځیني کسان د ایران، د لبنان د حزب ا... او په عراق کښې د مقاومت د ډلو لخوا روزل شوي دي.
په عین حال کښې د بحرین د ملي الوفاق اسلامي ګوند غړي او د پارلیمان پخواني استازي علي الاسود وویل: له دې کاره د بحرین د داخله وزارت هدف د عربي هیوادونو د مادي مرستو د جلبولو او د بحرین د خلکو د سوله ایز پاڅون د لازیاتې ځپنې لپاره کوشش دی.