د ایران د کب د ۱۵ نیټې مطبوعات
د فرانسې خارجه وزیر لودریان له ایرانی چارواکو سره په کتنه کې ویلی چی د فرانسې حکومت د ایټمی موافقې په اړه د امریکا له دریځونو سره مخالف دې .
جمهوری اسلامی
د ایران درستو ورځپاڼو ایران ته د فرانسې د خارجه وزیر سفر او له ایرانی چارواکو ته د هغه کتنو ته ډیر انعکاس ورکړی دی ، جمهوری اسلامی ورخپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د اسلامی ایران د ولسمشر او د فرانسې د خارجه وزیر یو انځور چاپ کړی دی او لیکلی یې دی چی د فرانسې خارجه وزیر لودریان له ایرانی چارواکو سره په کتنه کې ویلی چی د فرانسې حکومت د ایټمی موافقې په اړه د امریکا له دریځونو سره مخالف دې . ورځپاڼه په دې هکله په خپل تحلیل کې لیکی چی د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون په تهران کښې د فرانسې د باندنیو چارو له وزیر ژان ایو لودریان سره په کتنې کښې د سیمه ییزو ملګرتیاو ، ثبات او امنیت د پراختیا په لړ کښې د اټومی موافقې د ساتلو پرضرورت ټینګار سره وویل د اټومی موافقې له مینځه وړل به دټولو هیوادونو دخپګان سبب شی .
هغه د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه د ټولو مرکچی لورو لپاره یوازمیښت او امتحان وباله او ویې ویل د اټومی تړون پرځاې پاتې کیدل نړۍ ته ثابتوی چې خبرې او ډیپلوماسۍ د مشکلاتو دحل لپاره ترټولو ښه لاره ده او د اټومی موافقې د له مینځه وړلو معنا دا ده چې سیاسی خبرې اترې د وخت ضایع کول دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ ایران به هیڅکله د اټومی موافقې خلاف ورزۍ کونکی نه وی او تهران دغه تړون د سیمه ییز او نړیوال ثبات ، ملګرتیا ، ارامښت او اعتماد د زیاتیدا په لړ کښې ګڼی .
هغه د فارس خلیج سیمې امنیت په سیمه کښې اهمیت لرونکی موضوع وبلله او دیمن کړکیچ ته په اشارې سره یې وویل نړیوالې موسسې باید په یمن کښې د اووربند، د جنګ دختمیدا او دخلکو د وژل کیدا د پاې ته درسیدا او ولس ته د بشردوستانه مرستو د استولو هڅه وکړی .
دایران ولسمشر حسن روحانی د ترهګرۍ تر کاملې ختمیدا او د سوریې له خلکو سره مرسته په سیمه کښې دفرانسې او دایران دملګرتیا مهم لومړیتوب وباله او ویې ویل دسوریې دکړکیچ دحل لپاره په دمشق کښې دمرکزی حکومت له پیاوړی کولو پرته بل هیڅ لاره نشته .
هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت له فرانسې سره د ملګرتیاواو د هراړخیزه اړیکو په پیاوړتیا او پراخیدا کښې هیڅ محدودیت ته قائل نه دی .
دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان هم دایران له ولسمشر حسن روحانی سره په کتنې کښې د اټومی تړون په ساتلو او هغه ته په پاې بندۍ ټینګار سره وویل داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس راپورونه خپلو ژمنو ته دایران دپاې بندی ښودنه کوی او فرانسه به د اټومی تړون د ساتلو په لړ کښې خپله ټوله هڅه وکاروی .
هغه وویل اروپا له ایران سره اټومی موافقه دسیمې د ثبات او امنیت د پراختیا په لړ کښې اساسی سند ګڼی او فرانسه کولای شی دسیمه ییز ثبات او امنیت د پیاوړتیا او دسیمې په هیوادونو کښې د انسانی غمیزې د رامینځته کیدا دمخنیوی په لړ کښې ملګرتیا وکړی .
د ایټمی انرژئ د نړیوال اژانس مشر امانو ویلی دی د ایټمی موافقې یعنی برجام ماته به د څو اړخیز والی لپاره ستر ماته وی .
د سعودی عربستان ګوډاګیانو دیمن شپږ ښاریز مړه او ژوبل کړل .
د افغانستان د کوټې مشر اذرخش حفیظی د اقتصادی ملګرتیا موسسې اکو د صنعت او د سوداګرۍ د کوټۍ مشرۍ پرغاړه واخیستله .
دایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه خبر کښې وویل ایران په سوریې او یمن کښې د کړکیچونو له پیل راهسې د سیاسی حل لارو په وړاندیز سره تل په سیمه کښې د روانو مسایلو د هواری لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .
د سوریې پوځ په لویدیځ کښې دحماه ولایت په شمال لویدیځ او د لاذقیه په شمال ختیځ کښې په یوشمیر سیمو کښې دعسکرو په مرکزونو دحملې لپاره د جبهه النصره د حزب الترکستانی او د کتیبه انصار الاسلام ترهګرو ډلو هڅه شنډه کړه .
اطلاعات ورځپاڼه
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی ډاکټر حسن روحانی د فرانسې له خارجه وزیر سره په کتنه کې ویلی دی د ایټمی موافقې له مینځه وړل به ټول پښیمانه کړی .
د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر یوکیا امانو وایی چی د ایران درستو سایټونو ته لاس رسی لرو .
د اوبو شکل یا( shape of water) د سږ کال د اسکار بهترین فیلم شو .
په زرګونو فلسطینانو د اپیک له غونډط سره په یو وخت د فلسطین په ملاتړ کې مظاهرې وکړې .
د امریکا مشهور شناندې چامسکی وایی چی د امریکا پوځی ستراتیجۍ د نړۍ د تباهۍ په لاره کې دی .
د داعش د اطلاع رسونې شبکې مسول عراقی عسکرو ونیوه .
نیویارک ټایمز لیکی چی ټرمپ له دیموکراسۍ سره اساسی مشکل لری .
ترهه ګرو د سوریې په غوطه شرقی کی د بشر دوستانه مرستو په کاروان حمله وکړه .
د امریکا فارن پالیسی خپرونې راپور ورکړ عربستان له امریکا سره په ملګرتیا کې هماغه راز د ایټمی وسلو په تولیدولو پسې دې .
نوموړی خپرونې لیکلی دی د عربستان له ردولو سره سره داسې ښکاری چی دغه هیواد د ایټمی وسلو تولید له خپلو هدفونو ګرځولی دی .
د دغه راپور په اساس عربستان د یورنیمو د پخولو د محدودیت په اړه د تفاهم لیک د یادښت په لاسلیکولو کې مقاومت ښودلی او دا د ایټمی وسلو د جوړولو لپاره د سعودی رژیم د فیصلې ښودنه کوی .
فارن پالیسی جوته کړه عربستان په مینځنی ختیځ کې نه یو ثبات لرونکې او نه هم سوله غواړې هیواد دې چی د امریکا د ځانګړی پام استحقاق ولرلې شی . نوموړی خپرونه زیاتوی چی د ټرمپ دولت سعودیان له ترهه ګرو سره په مبارزه کې خپل شریک معرفی کوی خو حقیقت دا دې چی سعودیان د ترهه ګرو ډلو د فکری مکتب خپرونکی دی .
فارن پالیسی ټینګار وکړ امریکا باید د عربستان د ولیعهد محمد بن سیلمان په نمایشی اصلاحاتو دوکه نشی ځکه چی د هغه حکومت دیکتاتوری او ظالم دې او بیلا بیل مذهبی او سیاسی لږکی یې بندیان کړی دی .
د جنوبی کوریا لومړنې سیاسی پلاوې له شلو کلونو وروسته شمالی کوریا ته لاړ .
د برلوسکنی ملاتړی ښی پال د ایټالیا په پارلیمانی انتخاباتو کې بریالی شول .
جوان ورځپاڼه
دغې ورځپاڼۍ هم له ایرانی چارواکو سره د فرانسې د خارجه وزیر لیدو کتو ته انعکاس ورکړی دی او لیکلی یی دی چی په تهران کې د فرانسې خارجه وزیر د ظریف او شمخانی له پریکنده خبرو سره مخامخ شو .ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کې لیکی محمد جواد ظريف په تهران کښې د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير ژان ايو لودريان سره په کتنه کښې ويلی چی برجام د يوې څو اړخيزې موافقې په توګه او په برجام د ايران د پابندۍ په اړه د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د لس رپوټونو په ګواهۍ اوس د امريکايانو د غېر منطقي لوبو او سياسي کاريو ذريعه جوړه شوې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل: اروپا دې د خپلو ژمنو په پوره اجرا سره امريکه په برجام کښې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره تردباو لاندې راولي او اجازه دې ورنکړي چې امريکا د خپلو بدقوليو باوجود غېر منطقي او غېر حقوقي غوښتنې مطرح کړي.
هغه همدارنګ د سيمې د بحرانونو د هواري لپاره د ايران کوششونو او وړانديزونو ته په اشارې سره زياته کړه، که اروپايان په رښتيا په سيمه کښې د انساني غميزو ختمول غواړي نو په دې لړ کښې له ايران سره د نظر له تبادلې استفاده کولې شي خو که مقصد يې تبليغات او د امريکې راضي کول وي نو ايران دغه لوبې ته داخليږي.
د ايران خارجه وزير د ايران توغنده اي توان له برجامه او حتی د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک څخه بهر وبلۀ او تاکيد يې وکړ امريکا او نور هغه هېوادونه چې سيمه يې د وسلو په خرڅولو سره د بارودو په انبار بدله کړې ده پکار دي دغه اقدامات بند کړي.
ظريف زياته کړه، د ايران فوځي توان له هېواد څخه د دفاع او مخنيوي لپاره دے او ايران له خپلو ښاريزو څخه د دفاع لپاره په خپل دفاعي توان تکيه لري.
د فرانسې خارجه وزير ژان ايو لودريان هم په دغه کتنه کښې وويل: هېواد يې د برجام د اجرا لپاره ګڼ شمېر او پراخه عملي اقدامات کړي چې د ايران د موټرو په صنائعو او انرجۍ کښې پانګونه او په ايران کښې په ګډو پروژو کښې د تجارتي ملګرتياو او پانګونې لپاره د خاص اعتبار رامنځته کول له هغو څخه دي.
لودريان همدارنګ له ايران سره د مضبوطو او دوستانه تعلقاتو د دوام لپاره د فرانسې ارادې ته په اشارې سره وويل، اروپا او په تېره بيا فرانسه د امريکې د دباونو باوجود د برجام په اجرا باندې ژمنه او ورسره دلچسپي لري.
د سوریې د بشری حقوقو څارونکی موسسې چې په لندن کښې دیره ده دسوریې په شمال کښې په عفرین کرد میشته سیمې د ترکیې د پوځ په نویو هوایی حملو کښې د نولسوملکی خلکو دوژل کیدا خبر ورکړ .
د ایران د ایټمی انرژۍ دموسې ویندوی کمالوندی وایی په ۴۸ ساعتونو کې د یورنیمو د شل فیصده پخولو ته ستنیدلې شو ، هغه زیاتوی چی ټرمپ له ایټمی موافقې د وتلو شجاعت نلری .
د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی د امریکا ایتلاف د داعش هوایی ځواک دې .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په کتنې کښې په نیواکی سیمو کښې ددغه رژیم د دریځونو په ملاتړ سره وویل امکان شته چې زه په شخصی ډول په قدس کښې دامریکا دسفارت د پرانیستلو په دستورو کښې ګډون وکړم .
د ایران د دفاعی توان پیاوړتیا دفاعی اړخ لری .د ایران د ملی امتیت د لوړی شورا سیکرټر علی شمخانی د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایولودریان سره په کتنه کې وویل د ایران د دفاعی وسونو په تیره بیا د ایټمی قدرت پیاوړتیا د دفاعی سیاست د اجرا په لاره کې یو ضرورت دې . شمخانی همداراز په عراق او سوریه کې له ترهه ګرۍ سره په حقیقی مبارزره کې د ایران هلو ځلو ته په اشارې سره زیاته کړه له ترهه ګرۍ سره د ایران لګښت درلودونکی نه مقابلې دغه کړکیچ پراخولې او د فرانسې په شمول اروپا ته د ناامنۍ او بې ثباتۍ د غځیدا سبب کیدلې شو .
ښاغلی شمخانی په فرانسې کې د اسلامی ایران د مخالفو ترهه ګرو ډلګیو ازادانه شتون او فعالیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چی په فرانسې کې له موجودو ترهه ګرو ډلګیو سره د فرانسې د مقابلې نه کول چی د ایران د زرګونو بیګناه خلکو په ترور کې یې لاس درلودلی ، له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې د فرانسې له نړیوال مسولیت سره په تضاد کې دې . شمخانی همداراز جوته کړه په ایټمی موافقې کې د امریکا د ساتلو لپاره دغه هیواد ته په امتیاز ورکولو کې د اروپا سیاست ناسم او د ټرمپ د روانی لوبې په وړاندې د انفعال او تسلیمدا په معنا دې .
د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریان هم په دغه کتنه کې د برجام په وړاندې د ایران د چلند او د ژمنو په بشپړې اجرا په قدرونې سره وویل فرانسه د امریکا دریځونه د د دغې نړیوالې موافقې د ماتیدا سبب بولی او له هغو سره مخالفه ده .