د ایران ولسمشر د سوریې د ملي ورځې مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69616-د_ایران_ولسمشر_د_سوریې_د_ملي_ورځې_مبارکي_ورکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې د سوریې د ملي ورځې او د دغه هیواد د خپلواکۍ د کلیزې په راسیدو سره د سوریې ولسمشر او خلکو ته مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2018 15:34 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د سوریې د ملي ورځې مبارکي ورکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې د سوریې د ملي ورځې او د دغه هیواد د خپلواکۍ د کلیزې په راسیدو سره د سوریې ولسمشر او خلکو ته مبارکي ورکړه.

حسن روحاني نن مازیګر د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته په خپل پيغام کښې همداشان څرګنده کړه: د سوریې سرشیندونکي ولس چې لکه څنګه په تیرو وختونو کښې د خپلواکۍ ترلاسه کولو او له خپل هیواده د استعمارګرو د ایستلو لپاره مجاهدت او قربانۍ ورکړې، نن هم د دښمنانونو د دسیسو د شنډولو او د ترهګرۍ له شره د سوريې د ژغورنې لپاره نه ستړې کیدونکې مبارزه کوي او هره ورځ نوې بریاوې ترلاسه کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دغه پیغام کښې، له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د سوریې له حکومت او ولس سره د ایران په ملګرتیا ټینګار وکړ او زیاته يې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به د شر د ځواکونو تر تنبولو او ټولې سوریې ته د امنیت او ثبات تر ستنولو پورې خپلې مرستې جارې وساتي.

ولسمشر روحاني څرګنده کړه: اسلامي ایران چې لکه څنګه په سوریې کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د دغه هیواد د ولس ترڅنګ ولاړ و، چمتو دی چې د دغه هیوادپه بیارغاونه کښې هم په تولو امکاناتو سره د ورور او دوست هیواد سوریې ترڅنګ پاتې شي.