دامریکا یواړخیزه کړچار د این پی ټی لپاره ستر خطر دی
-
دصهیونیسټ رژیم د اټومي وسلو د پروګرام شتون له اټومي وسلو د پاک مینځني ختیځ د رامینځته کیدا د مخنیوي ترټولو مهم عامل دی
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو ادارو کښې د ایران استازی رضا نجفی وویل د اټومی بې وسلې کیدا ته د اټومی هیوادونو په تیره بیا دامریکا نا پاې بندۍ د اټومی وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز دتړون این پی ټی(Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear) راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی .
هغه پرون په جینیوا کښې د اټومی وسلو د تولید او دپراختیا د بندیز دبیا کتنې دکانفرنس د مقدماتی کمیټۍ په دوهمې(۲) غونډې کښې وویل ددغه تړون په هدفونو په تیره بیا د اټومی بې وسلې کیدا د پرمختګ د نشتون په لاره کښې اصلی مشکل دامریکا یواړخیزه کړچار دی .
رضانجفی وویل تر هغه وخته چې دامریکا یواړخیزه اټومی پروګرامونه او سیاست دوام ولری د اټومی بې وسلې کیدا په لاره کښې به هیڅ پرمختګ ترلاسه نشی .
په نړیوالو ادارو کښې دایران استازی رضا نجفی د اټومی وسلو د تولید او دپراختیا دبندیز د تړون د هدفونو پرمخ بیولو ته د ایران په پایداره ژمنې ټینګار سره وویل دصهیونیسټ رژیم د اټومی وسلو د پروګرام شتون له اټومی وسلو د پاک مینځنی ختیځ د رامینځته کیدا د مخنیوی ترټولو مهم عامل دی .
هغه د صهیونیسټ رژیم اټومی وسلې د نړۍ او دسیمې د امنیت او سولې لپاره خطر وباله او هغه یې د اسرائیلو درژیم داټومی وسلو له پروګرام څخه په ملاتړ کښې د ځینو اټومی هیوادونو په تیره بیا دامریکا د دوه ګوڼه معیارونو د اعمالیدا له کبله وبلل .