له پولو ورآخواهم د دښمنانوخوځښتونه څارل کیږی
د خاتم الانبیاء هوافضا دفاعی نظام د غونډ دقوماندان جانشین زیاته کړې ، دایران د وسلوال ځواکونو له نظره پوځی قدرت د استکبار او د زور د نړۍ دلیدتوګو په اپوټه دی ، ځکه چې هغوی قدرت پخپل ملت او پر نورو ملتونو د ظلم اوکړاؤ لپاره غواړی چې یو مثال ئې دصهونیسټ رژیم منحوس او سپیر پوځ دی ، خو اسلامی ایران پوځی قدرت د مظلومانو ددفاع، د آزادی غواړو ملتونو لپاره دعزت او د سولې او امنیت درامینځةکولو څخه د دفاع لپاره غواړی .
ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړی ، داسلامی ایران دپوځ دخاتم الانبیاء(ص) دهوا فضا دفاعی سسټم دغونډقوماندان جانشین سردارتورن جنرال علیرضا صباحی فرد نن د ورځ د ورځې د وروستی پریډ ترسره کیدا ته په اشارې سره وئیلی د ی ، داسلامی ایران پوځ او دهوافضا دفاعی سسټم غونډ د دفاعی او پوځی اقتدار دتوانمنینو یوه برخه نندارې ته وړاندې کړې ده .
سردار صباحی فرد روښانه کړې ، سږکال دلومړی ځل لپاره د پوځ او سپاه پاسدارانو د هوافضا دفاعی سسټم اود تجهیزاتو د یونټونو پریډ په مشترک او ترکیبی ډول ترسره شو ،څو دښمنان پوهه شی ، دایران په وسلوالو ځواکونو کې یوازې اتحاد ، غږملتیا او ورورولی موجوده ده او درست وسلوال ځواکونه یو موټی او پّه منسجم ډ ول له ګواښونو سره مقابلې ته تیار دی .
د خاتم الانبیاء هوافضا دفاعی نظام د غونډ دقوماندان جانشین زیاته کړې ، دایران د وسلوال ځواکونو له نظره پوځی قدرت د استکبار او د زور د نړۍ دلیدتوګو په اپوټه دی ، ځکه چې هغوی قدرت پخپل ملت او پر نورو ملتونو د ظلم اوکړاؤ لپاره غواړی چې یو مثال ئې دصهونیسټ رژیم منحوس او سپیر پوځ دی ، خو اسلامی ایران پوځی قدرت د مظلومانو ددفاع، د آزادی غواړو ملتونو لپاره دعزت او د سولې او امنیت درامینځةکولو څخه د دفاع لپاره غواړی .
سردار تورن جنرال صباحی فرد روښانه کړې ، دایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه د دفاعی قدرت په زیاتولو سره ځان په یوه پیاوړی اومحکمې چاوڼۍ بدل کړی څو دهیواد غوړیدونکی نیالګی او پولو ساتنه وکړی ، او دغه دفاعی قدرت لامل شوی ، څو دښمنان هیڅکله هم په اسلامی وطن اوټاټوبی د تیری فکر ونه کړی .