د اسرائیلولومړی وزیر د مقاومت ستر دښمن دی
-
ایران بیلابیلې لارې(Options) لري چې یوه(۱) یې له اټومي موافقې وتل دي .
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر دایران ضد څرګندونې د ترهګرو ډلو په وړاندې د مقاومت د جبهې له بریالیتوبونو او په سیمه کښې د صهیونیسټانو د حکومت له ادارې ناهیلۍ وبلله .
هغه دایران پرضد دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو نویو پروپاګنډو(Propaganda) ته په اشارې سره وویل دمقاومت په جبهې او د اسلامی امت په دښمانانو کښې ترټولو بې ارزښته سړی دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دی چې تل نور خلک دهغه په خبرو نیوکه کوی .
په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی اټومی موافقې ته د ایران په کاملې پاې بندۍ ټینګار سره وویل که چیرې امریکا له دغه تړون ووځی ایران هم له دغه موافقې وځی او که چیرې په اټومی موافقې کښې یو ټکی کم یا زیات کړی نو ایران به یې ونه منی .
هغه وویل ایران بیلابیلې لارې(Options) لری چې یوه(۱) یې له اټومی موافقې وتل دی .