بعیدي نژاد: د نتانیاهو ادعا په دنیا کښې خریدار نه لري
د ایټمي وسلو د جوړولو لپاره د تهران د پټو هلوځلو په هکله د نتانیاهو ادعا ته په نړۍ کښې هیڅوک اهمیت نه ورکوي.
په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حمید بعیدي نژاد د خپل هیواد د صلحه ایز ایټمې پروګرام خلاف د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د وروستیو خندونکو او بې بیناده ادعاؤ په غبرګون کښې وویل: د ایټمي وسلو د جوړولو لپاره د تهران د پټو هلوځلو په هکله د نتانیاهو ادعا ته په نړۍ کښې هیڅوک اهمیت نه ورکوي.
حمید بعیدي نژاد پرون مازیګر د برطانوي رسنیو له خبریالانو سره یوه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس په کراتو د ایران د ایټمي فعالیتونو صلحه ایزوالی تایید کړی دی او د ایران د ایټمي پروګرام د احتمالي پوځي اړخونو دوسیه ختمه شوې ده، زیاته کړه: د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د نتانیاهو له تکراري ادعاؤ څخه په دنیا کښې هیڅوک نه دی حیران شوی.