د ایران پوهنتوالو د امریکا د ولسمشر سپکونکی څرګندونې وغندلې
د تهران د بیلا بیلو پوهنتونونو استادانو او محصلینو نن په تهران کې د امریکا د پخوانی سفارت یعنی د جاسوسی د ځالې په وړاندې غونډه جوړه کړه او مړه دی وی امریکا شعارونه یې ورکړل .
د ایران د پوهنتونو استادانو ، محصلینو او د محصلینو انجمنونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د ټرمپ سپکونکی او چټی څرګندونې وغندلې .
د تهران د بیلا بیلو پوهنتونونو استادانو او محصلینو نن په تهران کې د امریکا د پخوانی سفارت یعنی د جاسوسی د ځالې په وړاندې غونډه جوړه کړه او مړه دی وی امریکا شعارونه یې ورکړل .
دوی همداراز د ایټمی موافقې په اړه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له ننیو ویناو خپل هر اړخیزه ملاتړ اعلان کړل .
په مشهد کې هم نن یو شمیر پوهنتون والو ، ځوانانو او د شهیدانو کورنیو له برجام د امریکا د وتلو په اعتراض کې غونډه جوړه کړه او له امریکا سره په مقابله کې یې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود اد ویناو په اجرا ټینګار وکړ . د ایران د اسلامی تبلیغاتو موسسې د غږملتیا شورا هم په یوه بیانیه کې د اسلامی ایران خلکو ته بلنه ورکړه چی په هغو امریکایی ضد مظاهرو کی چی په درست هیواد کې له جمعې لمانځه وروسته ترسره کیږی ، ګډون وکړی .
له بلي خوا په قم سپیڅلی ښار کې د ایران سترو مجتهدانو ، ایت ا... نوری همدانی ، ایت ا... مکارم شیرازی او ایت ا... جوادی املی له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره ویلی دی چی په امریکا باور نشته .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ د ایران پرضد د بې اساسه تورونو په مطرحولو او د ایران په سپکاوی کولو سره په رسمی توګه له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .