په ایټمی موافقې کې باید د ایران ګټې تضمین شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70944-په_ایټمی_موافقې_کې_باید_د_ایران_ګټې_تضمین_شی
ښاغلی حسن روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کی جوته کړه د ایران ګټې د تیلو ، ګازو او پیټروکیمیکل په خرڅولو او بانکی اړیکو په شان له ایټمی موافقې سره په اړونده موضوګانو کې په ښکاره او جوته تضمین شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 00:34 Asia/Kabul
  • په ایټمی موافقې کې باید د ایران ګټې تضمین شی

ښاغلی حسن روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کی جوته کړه د ایران ګټې د تیلو ، ګازو او پیټروکیمیکل په خرڅولو او بانکی اړیکو په شان له ایټمی موافقې سره په اړونده موضوګانو کې په ښکاره او جوته تضمین شی

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی بیګا د جرمنی له صدراعظمی میرمن انګلا میرکل سره په ټیلی فونی خبرو کې په دې په ټینګار سره چی په ایټمی موافقې کې د ایران ګټې باید په جوته او دقیقه تضمین شی ، له اروپایی هیوادونو په تیره بیا له جرمنی ، انګلستان او فرانسې وغوښتل په محدود فرصت کې  له دغې نړیوالې موافقې د امریکا له وتلو وروسته  په برجام کې د ایران د ګټو د تضمینولو او تامینولو د څرنګوالی په اړه خپل پریکنده دریځ اعلان کړی .

ښاغلی حسن روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کی جوته کړه د ایران ګټې د تیلو  ، ګازو او پیټروکیمیکل په خرڅولو او بانکی اړیکو په شان له ایټمی موافقې سره په اړونده موضوګانو کې په ښکاره  او جوته تضمین شی .

روحانی له ایټمی موافقې د امریکا یو اړخیزه وتل ، د نړیوالو قوانینو په اپوټه ، کچه او له ډیپلوماټیک عرف وتلې یو اقدام وباله او جوته یې کړه که څوک له یوې داسې موافقې چی د امنیت شورا په پریکړه لیک سره تایید شوی ، په دغه ډول بې لوظی سره دغه ډول ووځی او تر پښو لاندې یې کړی ، نو په نړیوال ډګر کې به یې پاییلې تاوانی وی .

میرمن میرکل هم په دغو ټیلی فونی خبرو کی له برجام د امریکا له وتلو د خواشینۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ اروپایی اتحادیه به  هماغه راز دغې نړیوالې موافقې ته پایبنده وی . میرکل جوته کړه د ایټمی موافقې ساتل د اروپا لپاره ډیر اهمیت لری .