د ایران او روسیې ولسمشرانو په چین کښې ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72980-د_ایران_او_روسیې_ولسمشرانو_په_چین_کښې_ملاقات_وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې ولسمشرانو نن په چین کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د اتلسمې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې ملاقات وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 10:31 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ولسمشرانو په چین کښې ملاقات وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې ولسمشرانو نن په چین کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د اتلسمې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې ملاقات وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په دغه کتنه کښې د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دواړو ولسمشرانو همدشان ځیني سیمه ایز مسائل او د برجام (ایټمي موافقې) وروستۍ وضعه هم وڅیړله.

د ویلو ده چې ایران د شنګهايي د ملګرتیا سازمان څارونکی غړی دی.