تهران او بیجنګ د ملګرتیا څلور سندونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73076-تهران_او_بیجنګ_د_ملګرتیا_څلور_سندونه_لاسلیک_کړل
د ایران اسلامي جمهوریت او چین د اړیکو د لازیاتې پراختیا په موخه د ملګرتیا څلور سندونه لاسلیک کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2018 14:24 Asia/Kabul
  • تهران او بیجنګ د ملګرتیا څلور سندونه لاسلیک کړل

د ایران اسلامي جمهوریت او چین د اړیکو د لازیاتې پراختیا په موخه د ملګرتیا څلور سندونه لاسلیک کړل.

د ایران او چین د ملګرتیا اسناد نن د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په شتون سره د ایران او چین د لوړرتبه چارواکو لخوا لاسلیک شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني تیره جمعه د چین د ولسمشر شي جین پينګ په بلنه د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په اتلسمه غونډه کښې د ګډون او وینا لپاره چین ته تللی و.

ولسمشر حسن روحاني تراوسه د شنګهايي ملګرتیا سازمان په غونډه کښې له وینا نه علاوه د روسیې، پاکستان، افغانستان او بلاروس له ولسمشرانو او د هندوستان له وزیراعظم سره ملاقاتونه او خبرې اترې کړې دي.