آملي لاريجاني: بشري حقوق په هېوادونو د دباو لپاره يوه وسيله ګرځېدلې ده
د ايران د قضائيه قوې مشر وويل: دښمنان په تېره بيا د امريکې په شمول سلط ګر هېوادونه چې د بشري حقوقو په زمينه کښې يوه توره عملنامه لري له بشري حقوقو څخه په ايران او ځينو نورو هېوادونو باندې د دباو راوړلو لپاره د يوې وسلې په توګه استفاده کوي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د قضائيه قوط مشر آيت ا... صادق آملي لاريجاني بېګا او د قضائيه قوې له هفتې سره په يو وخت د ايران له خلقو سره نېغ په نېغ ټيلي ويژني مرکه کښې د قضائيه قوې کارکردګي بيان کړه.
هغه وويل، کله چې د بشري حقوقو نړيوالې ادارې خپل خبرونه د منافقينو په شان له يوې جنايتکارې او فاسدې ډلې څخه خپل خبرونه حاصلوي نو څه اميد شته چې وکړې شي په ايران کښې د بشري حقوقو په خصوصياتو څارنه ولري او وې جاجوي.
آيت ا... آملي لاريجاني د دې په بيانولو سره چې د بشري حقوق په موضوع کښې د دې په شمول چې خپله انسان او د انسان حقوق څه دي په دې اړه له لويديځوالو سره يو لړ بحثونه لروو زياته کړه، هغه تورونه چې د ايران په اسلامي جمهوريت او په خاصه توګه په قضائيه قوې لګي صحيح نه دي.
د ايران د قضائيه قوې په دوام کښې د ملګرو ملتو په شمول په ځينو نړيوالو ادارو باندې په نيوکې سره چې د بشري حقوقو په برخه کښې د سلط ګرو هېوادونو په تېره بيا د امريکې تابعداري کوي زياته کړه، دغه هېوادونه دې چې خپله په سيمه او له سيمې نه په بهر کښې ستر جنايتونه ترسره کوي د ايران اسلامي جمهوريت د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړي چې د زغملو چاره نه ده.
آيت ا... آملي لاريجاني بيا د صهيونېسټ لخوا په نيواکي زمکو کښې د فلسطينيانو په خلاف جنايتونو ،د بحرين د شيعه ؤ په خلاف ظلم او بې عدالتۍ، د يمن په بې دفاع خلقو تيري او همدارنګ په عراق او افغانستان او په تېرو لسيزو کښې په ويتنام کښې د امريکې جنايتونو ته په اشارې سره وويل: د حېرانۍ خبره ده چې امريکه او ځينې نور لويديځ قوتونه ايران د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورنوي.
هغه همدارنګ له والدينو څخه د بچو د اجباري جدا کولو په اړه د امريکې د حکومت بشري ضد سياست ته په اشارې سره زياته کړه، ضرورت د دې خبرې دے چې د بشري حقوقو له حالت څخه يوه عامه اګاهي رامنځته شي چې سلط ګر قوتونه په خپلې رسانه اي سلطې سره د عامه افکارو فضاء ګانې بدلې نه کړې شي.