بدغواړي به د ایران د ولس په وړاندې تسلیم شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74141-بدغواړي_به_د_ایران_د_ولس_په_وړاندې_تسلیم_شي
د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ: باید د دښمن ګواښ دفع او په فرصت بدل کړی شي ځکه چې بدغواړي به په ډیره لنډه موده کښې د ایران د ولس په وړاندې تسلیم شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 09:59 Asia/Kabul
  • بدغواړي به د ایران د ولس په وړاندې تسلیم شي

د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ: باید د دښمن ګواښ دفع او په فرصت بدل کړی شي ځکه چې بدغواړي به په ډیره لنډه موده کښې د ایران د ولس په وړاندې تسلیم شي.

ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د سویل په بندر عباس کښې د نړۍ د اوبلنو ګیسونو د ترټولو ستر چڼځي په توګه د ستاره خلیج فارس ریفاینرۍ د دویم فاز د پرانیستې په مراسمو کښې څرګنده کړه: نن یو ډیر مهم تاریخي پړاؤ دی چې پکار دي د دښمن له ګواښ سره مقابله وشي، په وړاندې یې دریدنه وشي او هغه په فرصت بدل کړی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بندیزونه او دباؤ د نړۍ د زورویونکو قدرتونو په وړاندې د نوښتونو، خلاقیت، تولید او ویاړ زیږونې لپاره یو فرصت وباله او زیاته یې کړه: د ایران امنیت او سټراټیجک موقعیت ډیر مهم دی او د سیمې له ځینو هیوادونو او حتی د فارس خلیج د سویلي څنډې له ځینو هیوادونو سره د ایران د اوسني حالت په پرتله کولو سره لیدی شو چې د ایران حالات ډیر ښه دي.

د ایران د مجریه قوې مشر همداشان د امریکې د ولسمشر ایراني ضده اقداماتو او له ایټمي موافقې د دغه هیواد وتلو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په دغه هیواد داسې کسان واکمن شوي دي چې په هیڅ څه ژمن نه دي او هیڅ تړون ورته ارزښتناک نه دی.