امير عبداللهيان: آل سعود د صهيونېسټانو زيات خدمتونه کړي دي
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د دې په ويلو سره چې آل سعود رژيم د صهيونېسټانو زيات خدمتونه کړي دي وويل: سعودي د تباهۍ او تقسيمېدو په لور ران دے.
د العالم د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان د يمن په خلاف د سعودي جنګ ته په اشارې سره وويل: په امريکه او لويديځ کشې صهييونېسټي لابۍ په سيمه کښې د نوي جنګ د اور غرغنډه کولو لپاره د فرصت په لټه کښې وې چې آل سعود په سيمه کښې د ناامنۍ لپاره د امريکې او اسرائيلو په آله کاربدل شو.
امير عبداللهيان په دې باندې په تاکيد سره چې د يمن بحران فوځي حل لاره نه لري وويل، ايران باوري دے چې که يمن، سعودي او امارات خپل امنيت له لاسه ورکړي نو دغه ناامني به په ټوله سيمه کښې پراختيا پېدا کړي، نو ځکه د يمن د بحران د ختمولو يوازېنۍ لار سياسي خبرې اترې دي.
هغه يمن ته له ايران د توغنديو د لېږلو په اړه د ځينو هېوادونو ادعا ته په اشارې سره وويل، داسې ادعانې او تورونه له بنيده غلط دي، ځکه چې ايران هيڅ داسې اقدام چې په سيمه کښې د حالاتو د لا پېچل کېدو او د جګړو د زياتېدو سبب کيږي نه ترسره کوي.
سعودی د امریکې برطانيې او ځينو نورو اروپایی هیوادونو په ملاتړ د اماراتو او څو نورو عربو او په ملتيا سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن فوځی تیریو او له سمندر ، هوا او ځمکې څخه محاصرې ته دوام ورکړے دے .سعودي تيري ګر ائتلاف په يمن يانو باندې په حملو سره تراوسه د یمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلق وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی