د ټرمپ لاپو ته د ظریف ځواب: پام کوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74994-د_ټرمپ_لاپو_ته_د_ظریف_ځواب_پام_کوه
د ایران خارجه وزیر بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تندو څرګندونو ته ځواب ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2018 01:10 Asia/Kabul
  • د ټرمپ لاپو ته د ظریف ځواب: پام کوه

د ایران خارجه وزیر بیګا د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تندو څرګندونو ته ځواب ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف په یو ټویټ کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ټرمپ ګواښونه د ایرانیانو لپاره هیڅ اهمیت نه لري، ولیکل: ایرانیان له څلویښتو کالو راهیسې دا ډول خبرې اوري.

د ایران خارجه وزیر ډونلډ ټرمپ ته په خطاب کښې څرګنده کړه: ایرانیان له زرګونو کلونو موجود دي او د خپلې امپراطورۍ په شمول چې د ځینو هیوادونو له ټول عمر څخه اوږده وه، د ډیرو امپراطوریو پرزیدل یې لیدلي دي، نو ځان ساته.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني د وروستۍ وینا په غبرګون کښې چې ټينګار یې کړی و، امریکا دې د زمري له لکۍ سره لوبې نه کوي، په یو ټویټ کښې مدعي شو، که ایران یوځل بیا امریکا وګواښي نو داسې پایلې به وویني چې په تاریخ کښې به یې مثال ډیر کم لیدل کیږي.