امریکا له داعش ډلې اوزاری استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75080-امریکا_له_داعش_ډلې_اوزاری_استفاده_کوی
د سیمې د چارو شناند پیر محمد ملازهی زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې دغړو له انتقالولو د امریکا هدف دسیمې دهیوادونو ناامنه کول دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 27, 2018 05:07 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې د طالبانو دکمزوري کولو او د  داعش ډلې دپیاوړي کولو کوشش کوي .
    امریکا په افغانستان کښې د طالبانو دکمزوري کولو او د داعش ډلې دپیاوړي کولو کوشش کوي .

د سیمې د چارو شناند پیر محمد ملازهی زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې دغړو له انتقالولو د امریکا هدف دسیمې دهیوادونو ناامنه کول دی .

هغه د داعش ډلې د له مینځه وړلو لپاره په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا  د عسکرو دقوماندان  جنرال جان نیکلسن (John W. Nicholson Jr.)د وروستۍ ادعا په ردولو سره  ټینګار وکړ امریکا به په افغانستان کښې داعش ډلې ته واک ورنکړی خو اراده لری دغه ډله د مرکزی اسیا دهیوادونو، روسیې ، چین او حتی د ایران د ګټو پرضد وکاروی .

ملازهی وویل روسیه هم باوری ده چې امریکا او دناټو نورو غړو هیوادونو داعش ډله افغانستان ته انتقال کړی ده چې له هغې د ماسکو او دچین پرضد استفاده وکړی او  دغه ترهګره ډله ظرفیت لری چې له امریکا سره سازباز  وکړی .

د سیمې د سیاسی چارو شناند پیر محمد ملازهی دغه راز دطالبانو او دداعش ډلې دجنګونو په اړه وویل واک(قدرت) ته ددغو ډلو متفاوته کتنه او ګټې د جنګونو د رامینځته کیدا سبب کیږی .

امریکا په افغانستان کښې د طالبانو دکمزوری کولو او د  داعش ډلې دپیاوړی کولو کوشش کوی او ددغه ډلې ډیر غړی یې له سوریې او عراق څخه افغانستان ته انتقال کړی هم دی .