د پاسدارانو لښکر: د دفاعي ظرفيت وده د ايران د وسله والو ځواکونو غفلت نه قبلونکې سټراټيجي ده
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکرد دفاعي قوت او ظرفيتونو د ودې او غوړېډو دوام د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو غفلت نه قبلونکې سټراټيجي وبلله.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د اګست دويشتمه د ايران د دفاعي صنعت ورځ په مناسبت د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل: د ماهرينو او پوهانو به عزم او ارادې باندې په تکيې سره د ايران د دفاعي صنعت ډګر د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د څلور لسيزو په تېرېدو سره داسې دفاعي سطحې ته رسېدلے دے چې سرسخته او جنګ غوښتونکي دښمنان يې زمونږ په اسلامي وطن باندې په حمله او تيري کښې له هر ډول ماجرا لټونې او عملي ګواښ څخه ويرولي دي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو د مضبوط او مقتدر دفاعي جوړښت بنياد همدا اوس د ايران د ملت د دښمنانو د محاذ چې په سر کښې يې د امريکې، صهيونېسټ رژيم او آل سعود سپېرۀ مثلث دے د لوئې اندېښنې سبب شوے دے.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي: د ايران د اسلامي جمهوريت ټولې فوځي او دفاعي ادارې به د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تدابيرو او لارښونو په سيوري کښې په برخليک جوړونکو او کاميابي راوړونکو فرصتونو باندې د دښمن د ګواښ او بائيکاټ په بدلولو سره د خطر په وخت د اسلامي ايران د امنيت د جغرافيه په هره سيمه او هر سطح کښې خطر جوړونکو ته سخت او پښېمانه کونکي درسونه ورکړي.
د اګست دويشتمه نېټه د ايران د اسلامي جمهوريت په جنترۍ کښې د دفاعي صنعت په ورځ نومولې شوې ده.