له نړیوالو ژمنو د امریکې خلاف ورزۍ بیانوم
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76704-له_نړیوالو_ژمنو_د_امریکې_خلاف_ورزۍ_بیانوم
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په کلیزه غونډه کښې د شتون له فرصته به د ایټمي موافقې په شمول په نړیوالو ژمنو کښې د امریکې د خلاف ورزیو د بیانولو لپاهر ګټه پورته کړم.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2018 02:06 Asia/Kabul
  • له نړیوالو ژمنو د امریکې خلاف ورزۍ بیانوم

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په کلیزه غونډه کښې د شتون له فرصته به د ایټمي موافقې په شمول په نړیوالو ژمنو کښې د امریکې د خلاف ورزیو د بیانولو لپاهر ګټه پورته کړم.

ولسمشر حسن روحاني په ځايي وخت پرون نیویارک ته په رسیدو سره خبریالانو ته وویل: امریکایانو په ټوله نړۍ کښې د خپلو ډیرو ژمنو له پوره کولو سرغړولی دی چې په ایټمي موافقه کښې کړې ژمنې هم پکښې شاملې دي.

هغه څرګنده کړه: هدف دا دی چې د سیمې او نړۍ په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت سیاستونه په نیویارک کښې د مختلفو غونډو په بهیر کښې بیان شي.

ټاکل شوې چې د اسلامي ایران ولسمشر به د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلې کښې پر وینا سربیره، د ملګرو ملتو په عمومي انګړ کښې په (نیلسن مینډیلا د درنښت لپاره صلحه) نومې غونډه کښې هم وینا وکړي.

نیویارک ته په دغه سفر کښې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف، د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي، د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي او د خارجه وزیر سیاسي مرستیال عباس عراقچي د ولسمشر حسن روحاني ملګرتیا کوي.