دایران دفاعی قدرت د اته کلنې سپیڅلی دفاع نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76759-دایران_دفاعی_قدرت_د_اته_کلنې_سپیڅلی_دفاع_نتیجه_ده
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک په دغې اعلامیې کې دایران دملت مقاومت او اته کلنه سپیڅلی دفاع،د حق غواړو او له سلطې سره دمقابله کونکو ملتونو او ټولنو اوسنۍ غوره بیلګه بللې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2018 12:22 Asia/Kabul
  •   دایران دفاعی قدرت د اته کلنې سپیڅلی دفاع  نتیجه ده

د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک په دغې اعلامیې کې دایران دملت مقاومت او اته کلنه سپیڅلی دفاع،د حق غواړو او له سلطې سره دمقابله کونکو ملتونو او ټولنو اوسنۍ غوره بیلګه بللې ده .

 زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی انقلاب  سپاه پاسدارانو نن   د سپیڅلی دفاع  د  اته دیرشمې کلیزې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  داسلامی ا یران  اوسنۍ دفاعی ځانګړی قدرت او  اقتدار د سپیڅلی دفاع  داتو کلونو  دمقاومت نتیجه ده .

 په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، دایران په ضد د عراق دبعثی رژیم  تپلی جنګ ،  دملی  ځان باؤرۍ  او اقتدار دتولید  او دنړۍ  غوره  څوکو ته د رسیدو اود پرمختګ  او غوړیدا د ډاډمنو زمینو دبرابرولو لپاره  په یوه تاریخی فرصت  بدل شو .

 د اسلامی انقلاب  د ساتندویه ځواک په دغې اعلامیې کې    دایران دملت مقاومت او اته کلنه سپیڅلی دفاع ،   د حق غواړو او له سلطې سره دمقابله کونکو  ملتونو او ټولنو اوسنۍ غوره بیلګه  بللې او وئیلی ئې دی ،   داته کلنې سپیڅلی دفاع  بیلګې، د داستکباری قدرتونو  دنیابتی جنګونو ،دسیمې دمرتجعو  حکومتونو دهڅو  او دتکفیری ترهه ګرۍ  په وړاندې د سیمې دمسلمانانو  دمقابلې په ډګر کې خپلې اغیزې  او  دقدرت نوی  ځلاګانې    نندارې ته وړاندې کړی دی .

دستمبر دوه ویشتمه نیټه   دایران له اسلامی جمهوریت سره د  عراق  د وخت دبعثی رژیم  دتپلی جنګ دپیلیدا  له کلیزې سره برابره  ده او  په درست ایران کې  د وږی دمیاشتې یو دیرشمه نیټه  د سپیڅلی دفاع  د ا ونۍ  دپیلیدا په توګه لمانځل کیږی .