د عدالت د نړیوالې محکمې فیصله د ایران بریا ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د عدالت او انصاف د نړیوالې محکمې پریکړه د ایراني ولس لپاره یوه ستره بریا ده.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د یوه ډله سیاسي فعالانو په ټول کښې څرګنده کړه: د عدالت د نړیوالې محکمې راې هغه ستره حقوقي، سیاسي او د پام وړ بریا ده چې ښايي د امریکې حکومت یې له اجرا کولو سرغړونه وکړي.
ولسمشر روحاني ټینګار وکړ: په هر حال د عدالت د نړیوالې محکمې فیصله د ایران د ولس لپاره یوه ستره بریا ده چې توانیدلی په یو نړیوال ارګان کښې امریکا محکومه کړي.
هغه څرګنده کړه: په امریکا کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ترټولو زیاته کینه لرونکي دښمنان واکمن شول او د دغه هیواد نوې کابینه په توهم سره فکر کوي چې اسلامي ایران په ګونډو کولی شي او په دې لاره کښې یې خپل ټول توان کارولی دی.
د ویلو ده چې د عدالت نړیوالې محکمې پرون له امریکې څخه د ایران په شکایت باندې د غور لپاره د خپل صلاحیت د تاییدولو په ترڅ کښې واشنګټڼ، د خپلې وروستۍ راې تر صادریدا پورې د انساندوستانه او هوايي چلند د محدودیتونو په لرې کولو وګماره.
له ایټمي موافقې د امریکې په وتلو او د ایران خلاف یې د ایټمي بندیزونو له بیا لګولو وروسته تهران د عدالت په نړیواله محکمه کښې له واشنګټنه شکایت کړی و.