د ايران په خلاف د ټرمپ پروپېګنډې؛ د حقائقو پټول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77654-د_ايران_په_خلاف_د_ټرمپ_پروپېګنډې_د_حقائقو_پټول
د امريکې ولسمشر ټرمپ له وال سټريټ جرنل امريکائي ورځپاڼې سره په مرکه کښې ادعا کړې ده چې ايران په سپينه ماڼۍ کښې د ټرمپ له حاضرېدو نه مخکې د ټولوځايونو يعنې د سوريې او يمن په شان ځايونو د نيولو په حال کښې ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2018 12:03 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د ټرمپ پروپېګنډې؛ د حقائقو پټول

د امريکې ولسمشر ټرمپ له وال سټريټ جرنل امريکائي ورځپاڼې سره په مرکه کښې ادعا کړې ده چې ايران په سپينه ماڼۍ کښې د ټرمپ له حاضرېدو نه مخکې د ټولوځايونو يعنې د سوريې او يمن په شان ځايونو د نيولو په حال کښې ؤ.

د امريکې د ولسمشر دغه ادعا د ايران د خارجه وزارت د وياند ردعمل په ځان پسې ولرۀ.

بهرام قاسمي پرون له اېسنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وويل: د امريکې ولسمشر د سيمې له حالاتو، د هغې له تاریخ او د خلقو له خصوصيتونو او د وروستيو کلونو له بدلونونو څخه ضروري آګاهي نه لري.

د ايران د خارجه وزارت وياند د دې په بيانولو سره چې د سيمې په چارو کښې د ايران سيمه ايز او اصولي سياستونه په پوره توګه روڼ او څرګند دي، تاکيد وکړ، د ايران سيمه ايز سياست هم هغه له تندلاريتوب او ترهه ګرۍ سره د مبارزې، په سيمه کښې د صلحې او امنيت د ټينګولو او د مينځني ختيځ په ټولو هېوادونو کښې د ودې او ترقۍ د رامنځته کولو  سياست دے او د سوريې د حکومت په غوښتنه او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د صلاحکارۍ د مرستو د وړاندې کولو لپاره په دغه هېواد کښې شتون لري.

د ايران په خلاف د ټرمپ نوې ادعا په داسې حال کښې د رسانه اي تبليغاتو او نفسياتي جنګ ذريعه ګرځېدلې ده چې د امريکې واکمنان کلونه وشول په سيمې باندې د تسلط په لټه کښې. د دغه سياست په بنياد زيات غوښتنه د امريکې د ټولو واکمنانو په ذات کښې شامله ده او د هغوي ترمېنځ يوازېنے فرق د امريکې د سلط لټونې د اهدافو د توجيه څه رنګوالے دے.

د امريکې د ملي امنيت سټراټيجک سند ته يوه کتنه ښودنه کوي چې مداخلت لټونکي سياستونه د امريکې د تفکراتو په سر کښې رول لري. په  دغه سند کښې ايران د مينځني ختيځ د سيمې د بې ثبات کونکي په توګه تعريف کيږي چې د سيمې د هېوادونو لپاره د يو ګواښ په توګه مفهوم بندي شي.

د دغه بهير شننه هغو بدلونونو ته پام لازمي کوي چې د شلمې پېړۍ له وروستۍ لسيزې نه تر اوسه روان دي. لکه د امريکې په مشرۍ د نړيوال ائتلاف له خوا له کويت نه د عراق شړل، د ستمبر د يولسمې د پېښو په بهانه په عراق او افغانستان د امريکې حمله، د يمن د مظلوم ملت په خلاف د سعودي جنګ، د نيواکي قدس او فلسطين قضيې او ترې رامنځته شوي تحرکات چې مينځنے ختيځ يې د بې ثباتۍ او القاعدې او داعش د ترهه ګرۍ د راڅرګندېدو له څپې سره مخامخ کړ؛ د واشنګټن د اهدافو د ماهيت ښودنه کوي چې ټرمپ يې نسبت ايران ته ورکړے دے. امريکې به له برجامه مخکې ايران د اېټمي وسلو په جوړولو تورنوۀ، خو کله چې ترې بهانې واخېستل شوې، ټرمپ برجام يو ترټولو بده موافقه وبلله او د ايران  د توغنده اي توان او د هغه سيمه ايز رول مسئله يې بهانه کړه چې په سيمه کښې يوه نوې لوبه شروع کړي.

د امريکې په سياستونو نيوکه کونکے او نظريه پرداز نوام چامسکي په سيمه کښې د امريکې د سټراټيجۍ په شننه کښې وائي: «امريکه د يويشتمې پېړۍ په مينځني ختيځ کښې د جيوپولېټک نفوذ په لټه کښې ده او دغه مقصد ته د رسېدو لپاره د سيمې  نظامي کول غواړي.»

خو امريکه ايران په سيمه کښې خپلو مداخلت لټونکو اهدافو ته د رسېدو خنډ بولي او له ايران سره د امريکې اصلي مشکل همدغه مسئله ده.

هم  هغه ډول چې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند واضحه کړه چې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېژندل شوي صلاحکاران له بده مرغه د دغه هېواد د ملت ګټو ته په بې پامۍ او له ځينو ترهه ګرو او په مينځني ختيځ سيمه کښې د امريکې له ښکېلولو سره له دلچسپي لرونکو ډلو څخه د ترلاسه شويو غلطو اطلاعاتو په وړاندې کولو سره د ټرمپ د حېثيت او د امريکې د خلقو د ګټو د تخريبولو سبب کيږي.په دغه چلند کښې د امريکې ولسمشر هم د ايران په خلاف د ځينو تکراري، غلطو او بې بنيادو داستانونو د بيانولو سخت عادت پېدا کړے دے.