ایران او حزب الله د بحرین د جمعیت الوفاق د عمومي منشي لپاره د عمر قید سزا حکم وغنده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند او د لبنان حزب الله غورځنګ د الوفاق ملي اسلامي غورځنګ د عمومي منشي او د بحرین د پارلیمان د دوو پخوانیو استازو لپاره د عمر قید سزا د حکم صادریدل وغندل.
بهرام قاسمي پرون د بحرین د الوفاق ملي او اسلامي غورخنګ د عمومي منشي مینځ لارې او صلحه غواړې تګلارې ته په اشارې سره زیاته کړه: د شیخ علي سلمان لپاره د عمري بند حکم صادریدل به د عامه افکارو او نړیوالې ټولنې لپاره د شک هیڅ ځاې پرې نږدي چې د بحرین حکومت نه یوازې د چارو د سمولو په لټه کښې نه دی بلکې د ځپنو د لاسختولو او د حالاتو د لاخرابولو نیت هم لري.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د بحرین چارواکي دې په نورو حکومتونو باندې د ملا تړلو او له نورو څخه په ګرانه بیه د خپل امنیت اخیستو پر ځاې، د پولیسي او امنیتي کړنلارې په پریښودو او له مخالفانو او منتقدانو سره د حقیقي او جدي خبرواترو له لارې په بحرین کښې د خپله لاسه جوړ کړی کړکیچ ختم کړي او د خلکو روا غوښتنې دې ومني او د خپل ولس خلاف د ظالمانه حکمونو په صادرولو او د محدودیتونو په لګولو کښې خپل غیرانساني کړچار دې بند کړي.
له بلې خوا د لبنان حزب ا... هم د شیخ علي سلمان لپاره د عمر قید سزا د ظالمانه حکم صادریدل وغندل او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې دا حکم د بحرین د واکمنانو د ځپونکي ماهیت او ډیکټاټورۍ نښه وبلله.
د ویلو ده چې د آل خلیفه رژيم محکمې پرون شیخ علي سلمان او د دغه هیواد د پارلیمان دوه پخواني غړي د قطر لپاره د جاسوسۍ په چټي تور، په عمر قید محکوم کړل.